پر ډونالد ټرمپ د جوبایډن مرستیالې تُند انتقادونه او لفظي ګوزارونه

جوبایډن او مرستیاله کمالا هرېس

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د مخکښ ډیموکرات کاندید جوبایډن مرستیالې کمالا هرېس ټرمپ "بې‌کفایته" مدیر وباله او ویې‌ویل چې ملت‌یې سره وېشلی دی.

کمالا هرېس چې وړمه ورځ د بایډن له‌خوا د مرستیالۍ لپاره غوره شوې د ډیموکراتانو په لومړنۍ کمپایني غونډه کې په ټرمپ باندې دا لفظي ګوزارونه وکړل.

د ډیموکراتانو کمپایني غونډه چهارشنبه د دېلاوېر ایالت په وېلمنګټون ښار کې جوړه شوې وه.

د جوبایډن له‌خوا مرستیالۍ ته تازه غوره شوې کاندیدې کمالا هرېس وویل چې د ټرمپ ناسم مدیریت امریکا له یو لوی ناورین سره مخ کړې ده.

کمالا هرېس

مېرمن هرېس زیاتوي: "د ولسمشر له‌خوا د کرونا وبا ناسم مدیریت موږ د ستر بحران له وخت راهیسې تر ټولو ناوړه اقتصادي ناورین ته واچولو. توکم‌پالنه او سیستماتیکه بې‌عدالتي د دې لامل شوې چې خلک بیداره او یو شي او د بدلون غږ پورته کړي. امریکا د رهبرۍ لپاره ژاړي. موږ لا هم داسې یو ولسمشر لرو چې نسبت هغو خلکو ته چې دی یې انتخاب کړی ډېر د ځان په غم کې دی."

کمالا هرېس مرستیالۍ ته تر غوره کېدو یوه ورځ وروسته دا خبرې کړي.

۵۵ کلنه کمالا هرېس له ۲۰۱۷ کاله راهیسې د امریکا په سنا جرګه کې د کالیفورنیا سناتوره ده.

دې د امریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند په لومړنیو ګوندي ټاکنو کې حضور درلود، خو ژر په شا شوه.

د راپورونو په اساس جوبایډن چې د ډیموکراتانو مخکښ کاندید بلل کېږي د خپلې مرستیالۍ لپاره د ۱۱ ښځو سوابق څېړلي و او له ډلې یې په کمالا هرېس سلا راغلې.

جوبایډن

د کمالا هرېس پلار د جامایکا او مور یې د هند ده او که چېرته په انتخاباتو کې بریا ته ورسېږي لومړنۍ اسیايي او تور پوستې ښځه به وي چې د امریکا د ولسمشر مرستیالۍ ته رسېږي.

خو د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید او اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمالا هرېس انتخابېدل غیر معمول او له خطر ډک کار بللی. ټرمپ ویلي کمالا هرېس په عام محضر کې په جوبایډن ملنډې وهلي او بد رد یې ورته ویلي او اوس یو دم د هغه مرستیالۍ ته کاندیده شوه چې دا په خپله د ده په خبره له خطر ډک کار دی.

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل: "وګورئ (جوبایډن) یو انتخاب وکړ. هغه (کمالا هرېس) غوره کړه. ما هغه وکتله. زه هغه ګورم چې څنګه‌یې د رایو شمېر مخ ښکته روان دی ان په نشت حسابېږي. هغه غصه شوه او جنون واخیسته. تر هغې بل هېچا هم جوبایډن ته زیات بد رد نه‌دي ویلي. د هغه په اړه‌یې ډېرې خرابې خبرې کړي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټرمپ وویل په دې تمه دی چې کمالا هرېس د ده له مرستیال مایک پنس سره مناظره وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په درېیمه کېږي.

د جمهوري غوښتونکو ګوند له‌خوا درېیو کسانو لومړنیو ټاکنو ته کمپاینونه کول چې ټول تېر شول او یوازې ټرمپ پاتې شو.

د ډیموکراتانو له‌خوا که څه هم جوبایډن مخکښ کاندید بلل کېږي، خو تمه ده د اګسټ په ۱۷مه په مېلوواکي کې د ډیموکرات ګوند په انلاین ملي مجمع کې وروستی کاندید روښانه شي.