د امریکا د استخباراتو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد د کانګرس مشرانو ته د تړلو دروازو تر شاه د هغو استخباراتي ارزونو په اړه معلومات ورکړل چې وايي، روسیې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته نقدې جایزې منلې وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ارزونه یو "فریب" بللی دی.
امریکايي رسنۍ وايي د امریکا د استخباراتي ادرو مشرانو د تړلو دروازو تر شا د کانګرس یوې ډلې ته چې په کې د سنا د اکثریت مشر میچ مکونل، د امریکا د استازو د جرګې مشره نانسي پلوسي، او د دوو استخباراتي کمېټو لوړ پوړي جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټ استازي شامل وو، معلومات ورکړي دي.
د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې (سي اۍ اې) مشره جینا هاسپیل او د امریکا د ملي استخباراتو مشر جان راټکلیف په هغو استخباراتي مشرانو کې شامل وو چې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر وژنه د روسیې له خوا طالبانو ته د نقدې جایزو په اړه د کانګرس دې مشرانو ته معلومات ورکړل.
دې ډلې ته عموماً په لوړه کچه استخباراتي معلومات وړاندې کېږي او دوی یې ډېر کله په اړه خبرې نه کوي.
د دې غونډې له برخه والو هېڅ یو پر دې تبصره ونه کړه چې د تړلو دروازو تر شا ورته استخباراتي چارواکو د دې مسئلې په اړه څه وویل.
د اسوشیتد پریس خبري اژانس په سنا کې د ډیموکراټانو د مشر چوک شومر له خولې ویلي: "د دې معلوماتې غونډې پرته، زه فکر نه کوم چې ولسمشر ټرمپ دې د ولادیمیر پوتین په اړه د لازمې سختې لارې خپلولو ته نږدې وي."
د امریکا د استازو د جرګې مشرې نانسي پلوسې خبریالانو ته وویل، هیله لري چې په دې غونډه کې برخه اخیستونکي جمهوري غوښتونکي به "ريښتیا اوریدل وغواړي."
نانسي پلوسې
نوموړې پر روسیې په ځانګړې توګه د روسیې پر دفاعي سکټور او استخباراتو د اضافي بندیزونو غوښتنه وکړه.
سپینې ماڼۍ ویلي په افغانستان کې پر امریکايي سرتېرو د بریدونو لپاره، د روسیې د یو استخبارتي ډلې له خوا طالبانو ته د پیسو ورکولو د دې استخباراتي ارزونې په اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ځکه نه دي ورکړل شوي چې دا تایید شوي نه وو.
خو د امریکا د استازو د جرګې مشرې نانسي پلوسي د (ایم ایس این بي سي) سره مرکه کې ویلي سپنه ماڼۍ خلک تېر باسي او وايي، دا چې ټولو استخباراتي ادارو پر دې ارزونې لاسلیک نه دی کړی نو دا د ولسمشر د توجو ارزښت نه لري.
خو نوموړې زیاته کړې، په افغانستان یا بل ځای کې زموږ د ځوانانو مړینه د ولسمشر د پاملرنې ارزښت لري.
د امریکا د استخباراتي ادارو د مشرانو او د کانګرس د مشرانو ترمنځ وروستۍ غونډه په داسې حال کې کېږي چې پر ولسمشر ټرمپ فشار په زیاتېدو دی څو روسیې ته د امریکا د ځواب په اړه او یا په دې اړه چې ولې غبرګون نه دی ښودل شوی، شته پوښتنې ځواب کړي.
دا مسئله چې تېر کال په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر روسیې طالبانو ته نقدې جایزې منلې وې، د لومړي ځل لپاره نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي سرچینو په حواله راپورته کړه.
اخوا روسیې رد کړې چې د دې هېواد استخباراتو دې طالبانو سره مالي یا د وسلو مرسته کړي وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د پنجشنبې په ورځ مسکو کې خبریالانو ته وویل، روسیې یوازې د افغانستان قانوني حکومت سره مرسته کړې.
هغې زیاته کړه: "روسیې یوازې د افغانستان قانوني حکومت ته وسلې ورکړي او په دې ټول پوهېږي، که چېرې امریکايي همکاران نیت لري، په داسې یو څه بحث وکړي، دا به مناسبه وي، څو د داعش څخه د امریکا د استخباراتي ادارو د ملاتړ په اړه هغه معلومات یاد شي چې هم دا اوس په افغانستان کې خوله په خوله ګرځي."
د زاخاروا د دې څرګندونو په اړه امریکايي چارواکو دمګړۍ څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو او افغان چارواکو دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې او ویلي یې دي، دوی د داعش وسله والې ډلې د زپلو لپاره ژمن دي او د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې دا وسلواله ډله ځپلې ده او په وړاندې یې جنګېږي.