۸۰ کلن افغان کرونا ویروس ته څه ډول ماتې ورکړه؟

۸۰ کلن عبدالحی قیومي چې په کرونا ویروس اخته شوی و،

ایا په کرونا ویروس د پاخه عمر لرونکو اخته کسانو روغېدل ستونزمنه خبره ده؟

په شمالي ولایت بغلان کې د کرونا له ویروسه د یو رغېدلي اتیا کلن افغان تجربه ښيي چې د عمر خوړلو لپاره له دې ناروغۍ د جوړېدو امکان هم زیات دي.

عبدالحی قیومي چې د زړه ناروغي او د وینې لوړ فشار هم لري په کرونا ویروس له اخته کېدو دوه اوونۍ وروسته يې اوس حالت ښه دی او د لا ښه کېدو احساس کوي.

دی یواځینی لوړ عمر لرونکی افغان نه دی چې له کرونا ویروس رغېدلی بلکې د روغتیا پالانو په وینا ، ډېر نور هم رغېدلي، ان تر چې مصنوعي اکسیجن ته یې هم اړتیا پېښه وه.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي، ډیری خلک په ځانګړي ډول د پاخه عمر لرونکي کسان د کویډ ۱۹ ناروغۍ له امله د مرګ وېرې اخیستي.

په دې راپور کې د یو داسې چا ژوند ته کتنه کوو چې د ډېر عمر هم دی خو له کرونا ویروس نه رغېدلی دی.

دوه اوونۍ وړاندې د اتیا کلن عبدالحی قیومي د کرونا ټېسټ مثبت ثابت شو، شدیده تبه یې درلوده، ټوخی، سر خوږی اوځان درد.

نوموړي ته د دغه ناروغۍ له امله یوه اوونۍ وروسته ساه اخیستل ستونزمن شول، ځکهخويې کورنۍ دی د پلخمري هغه روغتون ته یوړو چې د کرونا ویروس ناروغانو ته ځانګړی شوی دی.

ښاغلي قیومي ازادي راډيو ته وویل، کله يې چې د ساه اخیستل ستونزمن شول خبرې یې هم نشوای کولای.

نوموړی د یوې اوونۍ لپاره په روغتون کې مصنوعي اکسیجن واخیست او اوس يې روغتیايي وضعیت ښه دی.

خو دی لا هم په خپل کور کې قرنطین دی، دا په کویډ ۱۹ نورو اخته ناروغانو ته مشوره ورکوي، چې خپلې حوصلې لوړې وساتي او وارخطا نه شي.

۸۰ کلن عبدالحی قیومي چې په کرونا ویروس اخته شوی و

هغه زیاتوي: "زه له کرونا ونه وېرېدم، که وېرېدلای وای نو دې ویروس زه له منځه وړلم، په اوله کې راته وېره پیدا شوه ځکه چې ساه اخیستل راته ستونزمن شول خو وروسته مې وېره ختمه کړه او حوصله مې لوړه وساتله."

ښاغلي قیومي وايي، هېڅ دوا د ډاکتر له مشورې پرته نه ده استعمال کړې خو په خبره یې چې د روغتیا پالانو په مشوره به يې د درد د ورکېدو لپاره پراسټامول ګولۍ خوړلې.

د عبدالحی قیومي زوی زلمي ازادي راډيو ته وویل چې د پلار د ژوندي پاتې کېدو هیله يې ډېره کمه وه خو شکر اوس کولای شي وګرځي او لمونځ وکړي.

هغه وايي: "په وروستۍ اوونۍ کې مې د پلار روغتیايي حالت بیخي خراب شو موږ اصلاً فکر نه کاوه چې جوړ به شي، خو د روغتیا پالانو په لارښوونو مو عمل وکړ، هغه ته مو حوصله ورکړه اوس د الله په فضل سره حالت يې ښه دی."

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره په ځانګړ شویو روغتونو کې هره ورځله کويډ ۱۹ ناروغۍ لسګونه ناروغان ښه کېږي.

د پلازمینې کابل د عامې روغتیا رئیس خوشحال نبي زاده وايي، هره ورځ له ۲۰ تر دېرشو ناروغان د کابل له روغتونه رخصتېږي.

دی وايي، په دې کې داسې کسان هم شته چې د تنفسي ستونزې سره مخ دي او هره ورځ مصنوعي اکسیجن اخلي.

افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس د درملنې پرمهال

هغه وویل: "یو شمېر ناروغان چې ډېر کم شمېر دي د ونتیلاتور نه له استفادې وروسته هم جوړېږي، دغه شان د ځانګړې څارنې له څانګې هم هره ورځ ناروغان فارغېږي، او د دې ترڅنګ د عادي بسترونو نه هم هره ورځ د کرونا ویروس ناروغان جوړېږي او کورونو ته رخصتېږي."

د ښاغلي نبي زاده په وینا په افغانستان کې د خلکو د نه پاملرنې له امله د کرونا ویروس مثبتې پېښې اوج ته رسېدلي دي، خو دی وايي، که خلک روغتیايي لارښونې عملي کړي نو په راتلونکو میاشتو کې حالت ښه کېږي.

په هالنډ کې میشت افغان ډاکتر اسدالله ژرفبین وايي، خلک باید د بدن د مقاومت د ساتلو په هدف د روغتیايي کارکونکو په مشوره څو ډوله ویټامینونه واخلي.

دی دغه شان د هوږې او ادرکو استعمال هم ګټور بولي.

له دې وړاندې د روغتیا نړیوالې ټولنې او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې په ګڼه ګوڼې ځایونو کې د ماسک استعمال هم کولای شي چې د دې ویروس د لا پراختیا مخه ونیسي.

په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس نږدې اته سوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغه شان د دغه ناروغۍ له امله دېرش نور کسان مړه شوي دي.

له دې سره په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر له شلو زرو واوښت، دغه شان د مړه شویو کسانو شمېر ۳۵۷ او له کويډ ۱۹ ناروغۍ د روغو شویو کسانو شمېر بیا ۱۹۰۰ ته ورسېد.