د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

افغانستان کې لګیدلي محدویتونه تر دریو میاشتو وغځېدل


کابل کې روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشۍ پرمهال
کابل کې روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشۍ پرمهال

افغان حکومت کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف محدودیتونه د راتلونکو نورو دریو میاشتو لپاره هم وغځول.

افغان چارواکي وايي، دغه هېواد په کرونا ویروس د ککړتیا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

له دې امله حکومت محدودیتونه د راتلونکو نورو دریوو میاشتو لپاره هم وغځول.

په دغه موده کې به ښوونیز او تحصیلي مرکزونه، رستورانتونه، د ودونو سالونونه، ورزشي لوبغالي او میدانونه او دغه شان ښاري بسونه فعالیت نه لري.

خو دکانونو او تولیدي فابریکو ته بیا د ماسکونونو نه په استفادې، د دوه متره فاصلې په پام کې نیولو او دغه شان شخصی او محیطي روغتیايي مواردو ته په پام کې نیولو سره د فعالیت اجازه ورکړل شوی ده.

د افغان حکومت د دغه نوې پرېکړې پر بنسټ په عمومي ځایونو کې له ماسکونو استفاده جبري ګڼل شوې او دغه شان هغه کسان چې عمر یې له ۶۵ پورته وي باید له خپلو کورونو راونه وځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د برخې مرستیال وحید مجروح د شنبې په ورځ د دغه پرېکړې د اعلان پر مهال وویل، که خلک د دغو شرایطو په عملي کولو کې مرسته ونه کړي وضیعت به تر دې بد شي.

وحید مجروح
وحید مجروح

هغه زیاته کړه: "که چېرې دا طرحه رعایت شي زمونږ ژوند به هم ارام ارام بېرته راسم شي، او دغه شان کولای شو خلک خوندي کړو له دې پرته په دغه طرحه کې مجازات هم په پام کې نیول شوي، نقدي مجازات، د فعالیتونو درول او حقوقي چلند په دغه مجازاتو کې شامل دي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وايي، په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر او له امله یې تلفات مخ په زیاتېدو دي او په خبره یې روغتونونه د کويډ ۱۹ ناروغانو نه ډک شوي.

نوموړي وویل، په روغتنونونو کې د بسترونو ظرفیت به لوړ شي او دغه شان به د روغتیا وزارت ټول فعالیتونو کرونا ویروس سره پر مبارزې متمرکز وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني

ښاغلي عثماني دا هم وویل، چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر هغې لوړ دی چې ټېسټ یې مثبت ښودل شوي.

په ورته وخت کې کابل والي محمد یقوب حیدري وايي، ښايي تر یو میلیون زیات کسان یوازې په پلازمینه کابل کې په کرونا ویروس اخته شوي وي.

حیدري زیاته کړه: "د اخته کسانو شمېر له تصور پورته دی، په کابل کې ښايي دا رقم تر یو میلیون کسانو پورته وي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نېږدې ۶۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، ۱۸ تنه مړه شوي او نېږدې ۷۰ کسان بېرته روغ شوي دي.

په دې سره په دغه هيواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول رسمي شمېر نېږدې شل زرو کسانو ته رسېږي چې ۳۲۷ تنه ترې مړه شوي او نېږدې دوه زره هم بېرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG