د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي نن هم ګڼ شمېر طالبان له بنده ازادوي.
طالبان هم ورته خبره کوي خو د شمېر په اړه یې څه نه وایي.
له دې سره ځينې سیاسي شنونکي باور لري که دا پروسه همداسې روانه وي ډېر ژر به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لپاره ګډې هڅې!
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب برخې رییس تاییدوي چې چې نن به هم له بګرام، پلچرخي او لوګر ولایت له زندان څخه ګڼ شمېر طالب بندیان خوشې شي.
انتظار خادم د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن هم د تېر په څېر د طالب بندیانو د ازادېدو پروسه روانه ده، په بګرام، پلچرخي او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې دا بهیر په شدت روان دی خو دا چې نن به په کوم شمېر طالب بندیان ازادو دا به تر ماښامه په ډاګه شي."
له دې سره طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په همدې ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی به هم نن یو شمېر حکومتي بندیان خوشې کړي.
ښاغلي مجاهد هم د خوشې کېدو بندیانو د شمېر په اړه څه ونه ویل.
د طالبانو او امریکا تر منځ تر هوکړې تر لاسلیک ورسته افغان حکومت تر اوسه ۲۰۰۰ طالب بندیان له بنده خوشې کړي دي، دغه شان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین په خبره دوی هم تر اوسه ۳۴۷ تنه حکومتي بندیان له بنده خوشې کړي دي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر هوکړه د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د قطر په پلازمینې دوحې کې لاسلیک شوه.
د دغې هوکړې پر بنسټ باید طالبان تر بین الافغاني خبرو مخکې د افغان حکومت زر او حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کړي.
د سیاسي چارو ځني افغان کارپوهان په دې باور دي چې د دواړو لورو تر منځ د بندیانو د خلاصون په اړه اقدامات به ډېر زر بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.
د سیاسي چارو پوه محمد اسحق اتمر وایي: "زه فکر کوم چې دا اوسني ډېر ښه فرصتونه دي تر څو د دواړو لورو تر منځ د باور جوړونې ښه فضا رامنځته شي او سولې په اړه راروانو مذاکراتو ته زمینه برابره شي."
ښاغلی اتمر وایي چې دواړو دې د سولې اړوند خپلې هڅې لا چټکې، تاوتریخوالی کم او په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي، څو په خبره يې یوه پايښتې سوله رامنځته شي.
خو د سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره دا هیلې داسې مهال ښودل کېږي چې د اختر په مناسبت د طالبانو او حکومت له خوا تر درې ورځني اوربند ورسته یو ځل بیا له ځینو ولایتونو د جګړو او مرګې ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.