ډونالډ ټرمپ د چين په اړه اعلامیه ورکوي

ډونالډ ټرمپ

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د مې په نهه ویشتمه د چین په اړه یوه اعلامیه ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ده اداره له (چین سره خوشحاله نه ده) او نن به یوې خبري غونډه کې په دې اړه خبري وکړي.

ټرمپ که څه هم د چین په اړه د کېدونکي اعلان جزییات نه دي ورکړي، خو اشاره یې کړې چې د ملي امنیت نوې طرحې ته به د امریکا ځواب سخت وي.

چین به د ملي امنیت له دې قانون سره د هانګ کانګ د نیمه خپلواک سیستم ازادي ته هم پای ورکړي.

د یوې لایحې له مخې چې تېر کال ډونالډ ټرمپ لاسلیک کړې، نوموړی دا واک لري چې د امریکا د هغه اقتصادي امتیاز یوه یا ټولې برخې ختمې کړي چې هانک کانګ له چین سره د خپلې ازادۍ نه په استفادې ګټه ورنه اخلي.

د ډونالډ ټرمپ اقتصادي سلاکار خبرداری ورکړی چې سوداګرۍ او نورو مالي چارو کې به به له هانګ کانګ سره هم هغسې چلند کېږي لکه چین سره چې کېږي.

د ټرمپ اقتصادي سلاکار لاري کوډلو سي.ان.بي.سي سره مرکه کې ویلي، دوی بې تفاوته نه شي پاته کېدای او هغوی باید حساب کتاب ته حاضر شي.

د امریکا له دې توند دریځ سره -سره معلومه نه ده چې دوی به د هانګ کانګ د اقتصاد دغه ځانګړي حالت ته پای ورکړي او که نه.

تمه داده چې ټرمپ به نن د چین په اړه هدفي بندیزونه، نوې تعرفې او په چینایي کمپنیو نور محدودیتونه اعلان کړي.

د ټرمپ بل اقدام کېدای شي هغو زرګونو چینایي محصلانو ته د کلنۍ ویزې ورکړه اغېزمنه کړي چې د امریکا له پوهنتونونو فارغېږي.

د چین د خلکو کانګرس پرون د مې په اته ویشتمه د هانک کانګ په اړه د قانون لایحه تصویب کړه، سږ کال د کانګرس کلنۍ غونډه هم د کرونا ویروس له کبله لنډه ترسره شوه.

د چین د خلکو کانګرس پرون د مې په اته ویشتمه د هانک کانګ په اړه د قانون لایحه تصویب کړه، سږ کال د کانګرس کلنۍ غونډه هم د کرونا ویروس له کبله لنډه ترسره شوه.

د چین له خوا د ملي امنیت نوې طرحې په هانګ کانګ کې د زرګونه ډیموکراسي پلوه کسانو مظاهرې پارولي چې ممکن تاوتریخوالی هم په کې رامنځ ته شي.

هانګ کانګ کې د اعتراضونو يو انځور

دا قانون په هانګ کانګ کې هر ډول اعتراض ته د بهرنۍ لاسوهنې، خیانت او فتنې په سترګه ګوري او چین ته دا واک ورکوي چې په دغه نیمه خپلواک ښار کې د مظاهرو د کنټرول لپاره امنیتي ځواک ځای پر ځای کړي.

د چین صدر اعظم لي کیچیانګ ویلي، دا قانون د هانګ کانګ ښار له ثبات او نیکمرغۍ سره مرسته کوي او د یوه هېواد او دوه سیستمونو له اصل سره سم جوړ شوی دی.

دا د قانون هغه اصل دی چې چین ته په هانګ کانګ کې د واک چلولو اجازه ورکوي.

د چین د صدر اعظم دا خبرې داسې مهال راځي چې له هېوادونو سره داسې ویره شته چې د چین له خوا د ملي امنیت طرحه به هانک کانګ کې د نیمه خپلواکۍ ځانګړی حالت، د خلکو مدني ازادۍ او سیاسي فعالیتونه محدود کړي.