نړۍ
هانګ کانګ کې د نوي امنیتي قانون په اړه امریکا ته د چین خبرداری
چین د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ، که پر هانګ کانګ د چین د نوي امنیتي قانون د تحمیل له درکهیې وګواښي، چین به ځوابي اقدام وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیژیان پرون دوشنبه وویل: "که امریکا هڅه وکړي چې د چین ګټې په خطر کې واچوي، پیکېنګ به هم د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره هر اقدام وکړي."
تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو مخکښ سلاکار خبرداری ورکړی و، که چین نوی امنیتي قانون پر هانګ کانګ تحمیل کړي، د واشنګټن له احتمالي بندیزونو سره به مخامخ شي.
پیکېنګ تېره پنجشنبه پر هانګ کانګ د ملي امنیت د نوي امنیتي قانون د تحمیل خبر ورکړ چې له مخې یې چین په دغه سیمه کې هر ډول توطئه یا بېلتونپالنه محدودوي.
په هانګ کانګ کې ځايي اوسېدونکو، سوداګریزو ډلو او بهرنیو اتباعو اندېښنه ښوولې چې د چین لهخوا د دې نوي قانون تحمیل به د دغې کورواکې سیمې ځانګړی موقف ختم کړي.
هانګ کانګ تر ۱۹۹۷م کاله پورې د بریتانیا مستعمره وه چې وروستهیې چین ته وسپارله، خو اوس د هانګ کانګ اوسېدونکي د هغه څه په وړاندې اعتراض لري چې دوی یې د چین سخت قوانین ګڼي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سپاه پاسدارن؛ اسراییلو او منځني خیتځ هېوادونو کې یو شمیر اهداف ویشتل شوي
د ایران سپاه پاسدارانو ځواکونو ادعا کړې چې نن چهارشنبې په اسراییلو او منځني خیتځ هېوادونو کې یو شمیر اهداف په نښه کړي دي.
فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې په تل ابیب کې دغو بریدونو څو کسان ټپیان کړي.
سپاه پاسدارن ادعا کوي چې په بحرین، سعودي عربستان یو عراق يې کې یو شمیر اهداف ویشتي دي.
د عربستان دفاع وزارت وايي، نن چهارشنبې يې څو بالستیک توغندي او بې پیلوټه الوتکې چې د ایران له خوا توغول شوې وې له منځه وړي.
بل پلو، واشینګټن پوسټ ورځپانې خبر وکړی چې په عراق کې د امریکا پر ډپیلوماټیک ماموریت هوايي بریدونه شوي دي.
تراوسه د دغو بریدونو له کبله د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي نه دي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو نن دولسمه ورځ ده.
اسراییل ادعا کوي چې پرون سه شنبې يې د بندرعباس، قدس او تبریز ښارونو په ګډون په ډیر شمیر سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د جرمني صدراعظم؛ اندیښمن یم چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري
د جرمني صدراعظم فردریش مرتز وايي، "اندیښمن دی" چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري.
مرتز دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) په برلین کې د چک له صدراعظم سره په کتنه کې کړي دي.
د هغه په ټکو،" یوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو له ایران سره په جګړه کې ښکیل دي او د هرې ورځې په تیریدو سره په دې اړه پوښتنې په زیاتیدو دي".
هغه وړاندې وویل،"موږ په ځانګړې توګه اندیښمن یو چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاه هیڅ ډول پلان او برنامه په پام کې نشته".
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،"له ایران سره جګړه تقربیا خلاصه ده او کولی شو چې دا جګړه ژر پایته ورسوو".
ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې د ایران پر وړاندې د جګړې لپاره څلور اونۍ وخت ټاکلی وو.
نن چهارشنبې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو دولسمه ورځ ده
نن چهارشنبې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو دولسمه ورځ ده.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې د سه شنبې په ورځ په تبریز کې د اطلاعاتو اداره او د سپاه پاسداران ځواکونو مرکزونه په نښه شوي دي.
بل پلو، پرون سه شنبې د ایران د نورو ښارونو سربیره عباس بندر او قدس ښارونه هم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي وو.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د قدس په ښار کې پرله پسې چادونې کیږي.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست د سه شنبې په ورځ پر ایران د هوايي بریدونو د زیاتیدو خبرداری ورکړی وو.
په تهران کې د هالنډ سفارت کوونکي باکو ته انتقال شوي
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې په تهران کې د سفارت یو شمیر کارکوونکي يې اذربایجان ته انتقال کړي دي.
تام برندسن د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د سفارت کارکوونکو ته په ایران کې د امنیتي خطراتو د زیاتیدو له کبله د سفارت فعالتونه په موقته توګه د اذربایجان پلازمینې باکو ته انتقال شوي دي".
د هغه په ټکو،"که چیرته امنیتي وضعیت ښه شو پریکړه به وکړو چې څه وخت او په کومو شرایطو بیرته په تهران کې سفارت پرانیزو".
هسپانیا، اتریش او ایټالیا هغه هېوادونه دي چې د جګړې له پیل راهیسې يې په موقت ډول خپل سفارتونه باکو ته انتقال کړي دي.
استرالیا د ایران د فوټبال ۵ ښځینه لوبغاړو ته پناه ورکړه
استرالیا د سېشنبې په ورځ د ایران د ښځو د فوټبال ملي ټیم پنځو غړو ته د بشري خواخوږۍ پر اساس ویزه ورکړه. استرالیا دا کار وروسته له هغه وکړ چې دغو ښځو د پناه غوښتنه وکړه.
د دوی په وینا، که بېرته خپل هېواد ته ستنې شي، نو د آسیا جام د یوې سیالۍ په پیل کې د ملي سرود له ویلو د انکار له امله به له ځورونې او قانوني تعقیب سره مخامخ شي.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د سېشنبې په ورځ په پلازمېنه کانبرا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «استرالیایان د دغو زړورو ښځو له سخت وضعیت څخه ډېر متاثره شوي دي.»
البانیز زیاته کړه: «هغوی دلته په امن کې دي او باید دلته د خپل کور احساس ولري.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې لوبغاړو ته په استرالیا کې د پاتې کېدو دې اجازې ورکولو له امله د البانیز ستاینه کړې ده. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې که استرالیا دا لوبغاړې نه وای منلې، نو متحد ایالتونه چمتو وو چې هغوی ومني.
حزب الله پر سوریې د توپ ګولۍ ویشتي
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سوریې د پوځ چارواکو ویلي چې له لبنان څخه د توپ ویشتل شوې ګولۍ د دمشق لوېدیځ ته د سرغایا ښار ته نژدې لګېدلي دي.
د سوریې پوځ د ایران له ملاتړه برخمنه شیعه ډله حزبالله تورنه کړه چې د سوریې د پوځ پر پوستو یې بریدونه کړي دي. پوځ همداراز ویلي چې د سوریې او لبنان پر پوله د حزبالله د مرستندویو ځواکونو تحرکات لیدل شوي دي.
د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د سوریې عربي پوځ به د سوریې پر خاورې هېڅ ډول تېری ونه زغمي.»
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ نښتې سختې شوې دي. لبنان تېره اوونۍ وروسته له هغه د منځني ختیځ جګړې ته ور داخل شو چې حزبالله د علي خامنهيي د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسراییل برید وکړ.
ټرمپ وايي، که ایران هرمز تنګی بند کړی، شل برابره سخت ګوزار به پرې وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ په سوشل ټروت کې ولیکل:
«که ایران په هرمز تنګي کې د تېلو د صادراتو مخه ونیسي، متحد ایالتونه به پر هغوی داسې ګوزار وکړي چې د هغه څه به شل چنده سخت وي چې تر اوسه یې تجربه کړی دی.»
ټرمپ د ایران له لوري د داسې اقدام په اړه خبرداری هم ورکړ او ویې ویل:
«سربېره پر دې، موږ به هغه هدفونه له منځه یوسو چې په اسانه له منځه وړل کېدای شي؛ داسې هدفونه چې د ایران بیا رغونه د یو ملت په توګه په عملي ډول ناممکنه کړي. مرګ، اور او قهر به پرې واکمن شي — خو هیله لرم او دعا کوم چې داسې څه ونه شي.»
بلخوا د تهران او د البرز ولایت د اوسېدونکو له لوري رسېدلي راپورونه ښيي چې د دوشنبې په ماښام او د سېشنبې د سهار (د حوت ۱۹مه) په لړ کې د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو نوې څپه پیل شوې ده. د دې بریدونو په ترڅ کې په تهران، کرج او شاوخوا سیمو کې د جنګي الوتکو د الوتنې او ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، د عیني شاهدانو په وینا د شپې په دوولس بجې او ۱۰ دقیقې د تهران په بېلابېلو سیمو لکه تهرانسر، کوهک، میرداماد، سیدخندان، نارمک، مجیدیه، اکباتان، ستارخان، قیطریه، فرمانیه او جردن کې د چاودنو پرلهپسې غږونه اورېدل شوي دي. ځینو اوسېدونکو د ودانیو د سختې رپېدنې او د ټیټې ارتفاع په کچه د جنګي الوتکو د الوتنې خبر هم ورکړی دی.
همداراز د مهرآباد هوايي ډګر ته نژدې او د تهران په شمال ختیځ او لوېدیځ کې د څو نورو چاودنو راپورونه هم خپاره شوي دي.
دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو بریدونو سره غواړي نړۍ یرغمله کړي
دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو هوايی بریدونو سره «هلې ځلې کوي چې نړۍ یرغمله کړي. »
مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ ( دکب په اتلسمه ) واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د یو لړ مراسمو په ترځ کې ایران دیرغمل نیونکوو ترټولو لوی ملاتړی هیواد وباله او ټینګار یې وکړ چې متحد ایالات داسې چلند نه شي زغملی او په ټکو یې د یرغمل نیونې دیپلوماسۍ ته نه داخلیږي.
ښاغلي روبیو ټینګار وکړ چې واشنګتن ایران سره په جګړه کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لور ته روان دی.
دوشنبې په ایران باندې د امریکا او اسرائیلو دګډو بریدونو په لسمه ورځ د تهران ، کرج، اصفهان ، شیراز او اهواز په شمول دایران په څو ښارونو کې د هوايي بریدونو او چاودنو رپوټ ورکړل شو.
د اسرائیلو اردو په خپله ایکسپاڼه اعلان وکړ چې «د بریدونو یوه پراخه همهاله څپه یې دایران په بنسټیزو تاسیساتو په تهران ، اصفهان او د ایران په جنوب کې پیل کړې. »
ولادیمیر پوتین د ایران نوي ټاکل شوي مشر ته مبارکي ورکړې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران نوي مشر مجتبی خامنه ای ته د مبارکۍ پیغام ورلیږلی دی.
هغه نن دوشنبې د مبارکۍ په پیغام ویلي،"روسیه د ایران لپاره د باور وړ شریک و، او وي به".
د پوتین په ټکو،" په داسې حال کې چې پر ایران تیری شوی، په دغه لوړ مقام ستاسې ټاکنه زوړتیا او فداکاري غواړي".
پوتین د نړۍ له لومړنیو ولسمشرانو دی چې د ایران نوي ټاکل شوي مشر مجتبی خامنه ای ته مبارکي ورکوي.
د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې ناوخته د ایران د مخکني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه زوی مجتبی خامنه ای د ایران د مشر په توګه وټاکه.
د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې
د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې.
له ۲۰۲۲کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د یوې بوشکې تیلو بیه ۱۱۷ ډالرو ته پورته کیږي.
د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ پیل شوې جګړه له هرمز تنګي د تیلو صادارت اغیزمن کړي.
له دغه تنګي د نړۍ یو پر پنځمه برخه د تیلو صادارت تیریږي.
د نړیوالو اژانسونو د راپور له مخې، د تیلو تولیدونکي هېوادونو نړیوالو بازارونو د تیلو عرضه کمه کړې ده.
عراق، کویټ او قطر لا له وړاندې دا اقدام کړی.
راپورونه وايي، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هم غواړي ورته اقدام وکړي.