د پاکستان پر حکومت او پوځ د سیاسي فعالانو او اپوزېسیون ګوندونو نوي تورونه

د پاکستان پوځ چارواکي

په پاکستان کې سیاسي فعالانو او اپوزېسیون ګوندونو پر واکمن ګوند او ځواکمن پوځ تور لګولی چې د اساسي قانون د یوې مادې په بدلولو سره ډیموکراسي پر شا بیايي.

۱۰ کاله مخکې د پاکستان په اساسي قانون کې تعدیل راغی چې له دې سره د پوځ لپاره پر واک ولکه ستونزمنه شوه. فعالان وايي، تحریک انصاف ګوند او پوځ غواړي چې دا ماده بیا بدله کړي.

د پاکستان پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف یو انتخابي حکومت نسکور کړ، قاضیان‌یې له دندو لیرې کړل، اساسي قانون‌یې لغوه کړ او بېړنی حالت‌یې اعلان کړ.

په ۱۹۹۹ کال کې د جنرال مشرف سپینې کودتا یو ځل بیا پوځ ته چې د پاکستان په ۷۳ کلن تاریخ کې یې له نیمې پېړۍ زیات واکمني کړې ده قدرت په لاس ورکړ.

پروېز مشرف

خو وروسته له دې چې مشرف په ۲۰۰۸ کال کې د خلکو د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې استعفا ته اړ شو، نو د پاکستان نوي ملکي حکومت او د اپوزېسیون ګوندونو لاس سره یو کړ او په دې توګه‌یې د پوځ هغه هڅې شنډې کړې چې بیا په زور پر واک ولکه ټینګه کړي.

په ۲۰۱۰ کال کې د وخت ولسمشر اصف علي زرداري په اساسي قانون کې پراخ اصلاحات راوستل او هغه قیودات‌یې لغوه کړل چې پوځي دیکتاتورانو پر واکمنۍ د ولکې او کودتاګانو ته د مشروعیت ورکولو په مقصد راوستي وو.

د اساسي قانون د اتلسم ترمیم له مخې ولسمشر نور نه‌شي کولای چې پارلمان لغوه کړي او په خپل سر بېړنی حالت اعلان کړي.

اوس ستره محکمه دا صلاحیت نه‌لري چې د اساسي قانون د لغوې حکم ورکړي او دا صلاحیتونه صدراعظم او کابینې ته ورکړل شوي. د دې اصلاحاتو په اساس د مرکز ډېر صلاحیتونه ایالتونو ته ورکړل شوي، پارلماني ډیموکراسي احیا شوې ده او د ملکي حکومت د واکمنۍ د نسکورولو په برخه کې د جنرالانو لاس لنډ شوی.

له دې لویې بریا ۱۰ کاله وروسته داسې وېره شته چې د صدراعظم عمران خان حکومت چې پوځ‌یې ملاتړ کوي، د دې بدلونونو د بېرته اړولو هڅه کوي.

عمران خان

واکمن تحریک انصاف ګوند په اتلسم ترمیم کې د نیمګړتیاوو په پلمه د دې مادې د بیا څېړنې غوښتنه کړې چې پر مقننه قوې او مالي چارو د فدرال حکومت د واکمنۍ اعاده هم په‌کې شامله ده.

حکومت د کرونا ویروس د وضعیت په پلمه استدلال کوي چې په دې حالت کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر ضد د مبارزې په مقصد د ملي ستراتېژۍ د برابرولو په برخه کې د فدرال حکومت صلاحیتونه محدود دي.

په پاکستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو رسمي شمېر له ۳۵ زرو اوښتی او نږدې ۸۰۰ کسان مړه شوي دي.

خو منتقدان او اپوزېسیون پر حکومت تور لګوي چې د کرونا وبا په پلمه پارلمان زیانمنوي. د پارلمان وکیل او د مسلم لیګ نواز ګوند غړی احسن اقبال ازادي راډیو ته وویل، فدرال حکومت غواړي چې د اتلسم ترمیم په یادولو سره خپله کمزورې حکومتوالي پټه کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي سناتور عثمان خان کاکړ ازادي راډیو ته وویل، هر څوک چې د اتلسم ترمیم ملاتړ کوي په خاص ډول د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو د قومي اقلیتونو ګټې زیانمنوي او د عوامي نشنل پارټۍ جګپوړي غړي او پخواني سناتور افراسیاب خټک چې د اتلسم ترمیم له نوښتګرو څخه و، پر پوځ تور ولګاوه چې د دې مادې په ارزونه کې د پردې له شا لاس لري.

افراسیاب خټک

په واشنګټن ډي سي کې دېره څېړونکی د وودرا وېلسن د تحقیقاتي مرکز شنونکی مایکل کوګلمن بیا په دې باور دی چې په اتلسم ترمیم کې بیا تغییر راوستل به هغو سیاسي ځواکونو ته چې له مودو راهیسې د ځان لپاره د پل ایښودلو د ځای په لټه کې دي د سختې ماتې په معنی وي.

د کوګلمن په وینا اتلسم ترمیم هغه لویه لاسته راوړنه ده چې په پاکستان کې د ځواکمنې ډیموکراسۍ احتمال څرګندوي.