د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

پاکستان پوځ معترضو ډاکترانو ته د کرونا ویروس طبي وسایل برابروي


ډاکتران وايي، پولیسو بد چلند کړی او د دوی یو شمېر ملګري یې وهلي دي.
ډاکتران وايي، پولیسو بد چلند کړی او د دوی یو شمېر ملګري یې وهلي دي.

د پاکستان پوځ وایي چې نږدې ۵۰ ډاکترانو ته به له کرونا ویروس څخه د ژغورنې وسایل چمتو کړي.

دا هغه ډاکتران دي چې د روغتیایي تجهیزاتو او درملو لپاره‌یې اعتراض کړی وو او بیا د لنډې مودې په مخه زنداني شول.

دغو ډاکترانو د دوشنبې په ورځ په کوټه کې مظاهره وکړه او پولیسو توقیف کړل.

د بلوچستان ایالتي ویاند لیاقت شهواني وویل چې دا ډاکتران په همغه ورځ بېرته خوشې شول.

د پاکستان پوځ پرون په یوه بیان کې څرګنده کړه چې روغتیایي وسایل او له ویروسه د ځان ژغورنې تجهیزات کوټې ته واستول شول.

یو شمېر نیول شویو ډاکترانو پرته له دې چې نومونه‌یې واخیستل شي، ویلي دي چې له دوی سره پولیسو بد چلند کړی دی او پولیسو یو شمېر ډاکتران وهلي دي.

دې ډاکترانو له وېرې نه‌غوښتل چې نومونه‌یې افشا شي.

په پاکستان کې تر پرون پورې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څلور زره څلورو ته رسېده او د دوو ډاکترانو په ګډون دې ویروس د ۵۴ کسانو ژوند اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG