سږکال په کندهار ولايت کې بيا ډېر کوکنار کرل شوي دي.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد سیمه، هغه سيمه چې هلته ډېر کوکنار کرل شوي دي.
سونډافيکټ
د بهاوالدين او نور اغا په نومونو دوه بزګر چې په خپلو ځمکو کې يې کوکنار کرلي ازادۍ راډيو ته وويل چې، دولت مرستې نه دي ورسره کړي، دوی وايي چې د تېلو بيې لوړې شوي او د روا کښت لپاره يې مناسب بازار نشته. که دولت غواړي چې د کوکنارو د کښت مخه ونيسي، نو د اوبو ستونزه دي حل کړي او د دوی زراعتي محصولاتو ته دي بازار پيدا کړي.
بهاوالدین وویل: "موږ ځکه تارياک کرلي چې دلته د کار لپاره فابريکې نشته، موږ وچکالۍ او کورونا ځپلي يو، له کوکنارو پرته بله چاره نه لرو، که حکومت فابريکې جوړې کړي او له موږ سره مرستې وکړي موږ تارياک نه کرو."
نوراغا وویل: "موږ دا تارياک له مجبوريه کرو، که مجبوره نه شو نه يې کرو، ډېره ګراني ده، يو پارسل اوړه په درې زره کالداري دي، غوړي په شپاړس سوه کالداري دي، که دا خوراکي شيان ارزانه شي موږ تارياک نه کرو. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې اوړه، غوړي، چای او بوره ارزانه شي. ټول بازارونه بندي دي، که موږ کوکنار و نه کرو څه شي وخورو؟"
سږکال کوکنارو نه یوازې دا چې د کندهار په ناامنو سيمو کې، بلکي د دولت تر واک لاندې سيمو کې هم ښه ډېر کرل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي رادیو ته وویل چې، د کوکنارو د اړلو لپاره بودیجه په واک کې نه لري، خو د عامه پوهاوي له لارې يې هڅه کړې چې بزګر حلالو کښتونو ته وهڅوي.
په دې برخه کې د کندهار د کرهڼې او مالدارۍ رياست، همدا رنګه د کليو پراختيا رياست ته په متواتر ډول پاليسۍ او پلانونه ورکول شوي چې په هغو سيمو کې زراعتي پروګرمونه عملي کړي چې هلته کوکنار کرل کېږي.
خلک قانع کړي چې د بديل معيشيت پروګرامونه د دوی په ګټه دي، موږ په دې برخه کې تر ډېره حده پورې بريالي يو، د زعفرانو کښت، د پستې کښت، د غنمو کښت په برخه کې بريالي يو، همدا رنګه په هغو سيمو کې نور داسې پروګرامونه عملي شوي چې هلته د کوکنارو د کښت اندېښنې محسوس کېدلې.
ژړۍ تر پنجوايي او میوند وروسته د کندهار د (۱۳) هغو ولسوالیو په قطار کې راځي چې هر کال ډېر کوکنار پکې کرل کېږي.
د کندهار څلور نورې ولسوالۍ لکه دامان، ارغنداب، تخته پل او ډنډ بيا هغه ولسوالۍ دي چې د تېرو پنځو کلونو راهيسې د کوکنارو کښت پکې صفر شوى دى.
------------------------
راپور: صادق ريښتينی
Your browser doesn’t support HTML5