د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

په کندهار کې کوکنار حاصل ته رسېدلي، خو د اړولو کمپاين یې نه دی پیل شوی


ارشیف، په کندهار کې د تېر کال د اپرېد د میاشتې یو انځور
ارشیف، په کندهار کې د تېر کال د اپرېد د میاشتې یو انځور

په کندهار ولایت کې کوکنار حاصل ته رسېدلي، خو دولت تر اوسه پورې د کښتونو اړولو کمپاين نه دی پیل کړی.

د کندهار په ميوند، خاکرېز، شاوليکوت او ميانشین ولسواليو کې د کوکنارو کښتونه ډېری د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې شوي، خو په ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کي آن د افغان دولت امنیتي پوستو ته نږدې کرل شوي دي.

د ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو دوو تنو کروندګرو عزت الله او عبدالنافع ازادي راډیو ته وویل چې د کوکنارو د حاصلاتو را ټولولو پر مهال ځايي قوماندانان، وسله وال طالبان او زورواکي ترې ونډه اخلي او ګټه یې قاچاق کوونکي وړي.

دوی وایي:

"اصلي ګټه یې قاچاق کوونکو او شااوخوا قوماندانانو، طالبانو او نورو خلکو ته رسېږي، موږ ته ګټه نه کوي، سږ کال مو زړه ته نه لوېږي چې هغه خپل سر دي پوره کړي، ځکه د تاریاکو نرخونه ټیټ دي."

"موږ له مجبورۍ څخه کوکنار کرلي دي، موږ بزګران په بل شي باندې ځانونه نه شو چلولی، په همدې تاریاکو د کورونو ګوزاره کوو."

دا مهال د کندهار په یو شمېر لوېدیځو ولسوالیو کې د کوکنارو د محصولاتو ټولول پیل شوي دي.

د کندهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس ګل محمد شکران وايي چې تر اوسه له دوی سره دا ارقام نشته چې د کندهار پر څومره ځمکو کوکنار کرل شوي، خو وايي چې د تېرو دوو کالو وچکالۍ يې په تولید کې (۴۲) په سلو کې کموالی راوستی دی.

ده وویل:

"دا دوه کاله پر له پسې وچکالي وه، الحمدلله چې د کوکنارو په تولید کې (۴۲) په سلو کې کموالی راغلی و، اوس هم امکان لري چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کوکنارو په کښتونو کې کموالی راشي."

په ورته وخت کې د کندهار والي حیات الله حیات وايي چې سږ کال افغان دولت د نشه یې موادو د کښتونو اړولو پر ځای هغو قاچاق کوونکو ته پام اړولی دی چې تر نړيوالو مارکېټونو پورې نشه يي مواد رسوي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس موږ خپل پام هغو کسانو ته اړوو چې د کوکنارو اصلي ګټه وړي، بزګرو ته درې په سلو کې د دې ګټه رسېږي، هغه اصلي کسان چې د نشه يي موادو نړیوال قاچاق کوونکي دي، موږ د هغوی پر له منځه وړلو کار کوو او د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات کوو."

که څه هم افغان دولت د نشه یې موادو کښتونه د وسله والو مخالفینو عایداتي سرچينه بولي، خو بیا هم د کښتونو له منځه وړلو کمپاين وروسته له هغه پيلوي چې کروندګر د کوکنارو پر کرلو ډېر لګښت وکړي او د محصولاتو اخیستلو ته يې په تمه وي.

راپور: صادق رښتیني

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG