د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

چارواکي: د کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت صفر شوی


ارشیف، کندهار کې دوه تنه بزګران اپین ټولوي, April 9, 2018
ارشیف، کندهار کې دوه تنه بزګران اپین ټولوي, April 9, 2018

د کندهار ولایت په تخته پُل ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

تخته پُل د کندهار ختیځ پلو ته په ۴۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې مخکې ډېر کوکنار په‌کې کرل کېدل، خو چارواکي تازه په‌دې ولسوالۍ کې د ترياکو د کښتونو د صفر کېدو خبر ورکوي.

د تخته پُل ولسوال شاولي خان ازادي راډیو ته وویل، دوی توانېدلي چې په وروستيو کلونو کې توانېدلي چې د کوکنارو د کښتونو پرځای د دې ولسوالۍ کرونده‌ګر د پستې باغونو او زعفرانو کښتونو ته وهڅوي.

د دې کار په نتيجه کېپه تخته پُل ولسوالۍ کې د ترياکو او بنګو د بوټو کښت صفر شوی دی.

دافغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت
دافغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت

شاولي خان زیاته کړه:

"کله چې زه دې ولسوالۍ ته راغلی يم، د کوکنارو بوټی مې نه‌دی ليدلی، دا بوټي دلته اوس بيخي صفر شوی دی. دلته د نشه‌يي موادو رئيس او ټيم يې راغلی او کښتونه يې له نژدې ليدلي دي. د دې ولسوالۍ خلک له دولت سره همکاري کوي او د دولت ټول قوانين په پام کې نيسي."

د تخته پُل ولسوال وايي چې د نشهډيي بوټو د کښت په کمېدو سره په‌دې ولسوالۍ کې امنیت هم ټینګ شوی او له دوی سره د خلکو همکاري زياته شوې ده.

بل‌خوا ته د تخته پُل ولسوالۍ د بزګرانو د ټولنې مشر عبدالواسع وایي، د عامه پوهاوي او بديلو کښتونو له امله اوس د کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کې نشه‌يي بوټي نه‌کرل کېږي.

دی وايي:

" کوکنار يو خطرناک بوټی دی، زموږ بزګرانو مخکې په‌دې اړه پوره پوهاوی نه درلود، دوی نه پوهېدل چې د نشه‌يي بوټو ګټه او تاوان چا ته رسېږي. اوس دولت هم کارکوي او ولس هم پوهېدلی دی، په تېره بيا د بزګرانو ټولنې په خپلو غونډو کې يادونه کړې چې که زموږ د ولسوالۍ يو اوسېدونکی په نشه‌يي موادو اخته شي، بيا که دا ټوله ولسوالۍ زموږ لپاره سره زر شي، بيا هم موږ ترياک نه‌کرو."

د کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کې چارواکي داسې مهال د نشه‌یي بوټو د کښت د صفر کېدو خبره کوي چې د دې ولایت په لويديځو ولسواليو کې د دولت د مخکنیو کمپاينونو سره-سره د نشه‌یي بوټو، په تېره بيا د کوکنارو کښت پراخ شوی دی.

راپور: صادق ريښتينی

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG