د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله 'شفق' ولې بندیز ولګېد؟

شفیق الله شفق

د سپورټ د برخې کارپوهان او فعالان د کرکټ بورډ له وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي.

کرکټ بورډ یکشنبه اعلان وکړ چې د کرکټ لوبډلې ملي لوبغاړی شفیق الله شفق یې د فساد، جوړجاړي او سرغړونو په سبب ۶ کاله له کرکټ منع کړی دی.

د افغانستان د سپورټي خبریالانو د فدراسیون د مشرتابه پلاوي غړي او د بدني روزنې مدرس ذبیح الله شهزاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د شفیق الله شفق په اړه د بورډ دا پرېکړه به نورو لوبغاړو ته هم عبرت شي چې په داسې قضیو کې ښکېل نه شي.

له ښاغلي شهزاد سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی يې ورنه د کرکټ بورډ د پرېکړې په اړه پوښتنه کړې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ذبیح الله شهزاد