د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

د هند د کرکټ غوره لیګ اته افغان لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې کوي


ارشیف
ارشیف

د هند د کرکټ غوره لیګ د ۲۰۱۹ میلادي کال لپاره اته افغان لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې کوي.

په دې لېسټ کې چې پرون د هند د کرکټ غوره لیګ ای پي ایل وېب‌پاڼې خپور کړی:

  • حضرت الله ځاځی.
  • شفیق الله شفق.
  • محمد شهزاد.
  • ګلبدین نائب.
  • سید شیرزاد.
  • ظاهرخان.
  • قیس احمد .
  • او کریم جنت شامل دي.

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې له دې مخکې درېیو افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن لوبې کړي چې دوی درې واړه وار دمخه په خپلو خپلو ټیمونو کې بېا شامل شوي دي.

د هند د کرکټ غوره لیګ د نړۍ یو له معتبره تجارتي لیګونو شمېرل کیږي چې نړیوالو ته د افغان لوبغاړو په ورپيژندلو کې مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG