د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

کرکټ بورډ شاه‌پور ځدراڼ ته د معاش حواله کېدو ژمنه ورکړه


د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د دې ادارې نوي مشر د کرکټ د ملي ټیم تکړه بالر شاه‌پور ځدراڼ ته د معاش او امتیازاتو د بېرته حواله کېدو ژمنه ورکړه.

شاه‌پور ځدراڼ له یوې مودې راهیسې د ملي ټیم له ترکیبه ایستل شوی و.

د شاه‌پور ځدراڼ په وینا دا کار د سلیقوي اختلافاتو له کبله شوی و.

د کرکټ بورډ عمومي رئيس عاطف مشعل پرون له شاه‌پور ځدراڼ سره په کتنه کې وویل چې د لوبغاړو ټولې مشروع او قانوني غوښتنو ته به مثبت ځواب ووايي.

تر دې وړاندې د کرکټ بورډ نوي عمومي رئيس د ملي ټیم پر یوه بل لوبغاړي شفیق‌الله شفق لګېدلی بندیز پای ته ورساوه او ویې‌ویل چې نوموړي ته به په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس ورکړي.

XS
SM
MD
LG