د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

"شفق" کورني کرکټ کې په ۷۶ توپونو ۲۱۴ منډو ریکارډ جوړ کړ


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شفیق‎الله شفق نن سې شنبه د ننګرهار د اتلانو کرکټ سیالیو په لړ کې، په ۷۶ توپونو ۲۱۴ منډې وکړې چې په دې سره يې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

د سپین غر زون د کرکټ بورډ مسؤل بختیار ساحل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ نن د ختیځ کرکټ اکاډمۍ او سکول کرکټ کلب تر منځ وشوه.

د ښاغلي ساحل په خبره ختیځ اکاډمۍ لوبډلې د پچې په ګټلو سره د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د شفیق‎الله شفق د ۲۱۴ او وحید شفق د ۸۱ منډو پر مټ مقابلې لوبډلې ته ۳۵۲ منډې هدف وټاکه.

نوموړی وايي،په‎دې سیالۍ کې د شفق ۲۱ شپږیزې او ۱۵ څلوریزې د یادولو وړ دي.

بختیار ساحل دا هم وویل چې د سکول کرکټ کلب ټول لوبغاړي په ۱۰۷ منډو وسوځېدله او دغه سیالي ختیځ کرکټ اکاډمۍ په لوړ توپير وګټله.

دغه سیالۍ د جون په ۲۹ مه پیل شوې او ۱۶ ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG