د سولې برخه کې نوې هڅه؛ ولایتونو کې د سولې سیمه ییز دفترونه پرانېستل کېږي

عبدالسلام رحیمي د ولایتي شورا له رییسانو سره په ویډیويي کنفرانس کې ویلي، د دې دفترونو په پرانېستې سره هڅه کوي چې د سولې په برخه کې د خلکو ونډه لا زیاته شي.

افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سیمه‌ییزو دفترونو په پرانېستو سره غواړي په ولایتونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

دې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، په ولایتونو کې د دفترونو له پرانېستې هدف، د سولې په برخه کې د خلکو د ونډې زیاتول دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرېکړه کړې چې په ولایتونو کې خپل دفترونه پرانېزي.

دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ولایتي شورا له رییسانو سره په ویډیويي کنفرانس کې ویلي، د دې دفترونو په پرانېستې سره هڅه کوي چې د سولې په برخه کې د خلکو ونډه لا زیاته شي.

په خبرپاڼه کې همدا ډول د سولې پر ټول ګډون‌والی هم ټینګار شوی دی.

خو د سولې او تاوتریخوالي انسټیټیوټ مرستیال حکمت الله اعظمي وايي، د سولې په برخه کې ملي اقداماتو ته اړتیا ده، نه د ولایتونو په کچه.

حکمت الله اعظمي

هغه زیاته کړه: "فکر نه کوم چې ډېر زیات اغېز به وکړي. موږ باید د سولې په برخه کې د ولایتي مسایلو پر ځای، ډېر تمرکز په ملي مسایلو وکړو. "

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي، د سولې د پیاوړتیا لپاره د ولایتي شوراګانو او د خلکو د استازو ونډه مهمه ده او په هیڅ ډول به بابیزه و نه ګڼل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ټینګار کړی چې د سولې بهیر باید روښانه او د خلکو سره په مشوره مخته ولاړ شي.

په ورته وخت کې سیاسي فعال رحیم جامي وايي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولایتي دفترونو فعالیت به د سولې بهیر پیاوړی او ولسي کړي.

خو ښاغلی جامي ټینګار کوي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت دفترونه نباید د سولې د عالي شورا د دفترونو په څېر سمبولیک نه وي.

هغه وویل: "هغه جوړښت چې د سولې لپاره کار کوي، په ولایتي کچه یې فعالیتونه یوه اړتیا ده، خو باید یو توپیر موجود وي، هغه دا کوم ولایتي دفترونه چې د سولې عالي شورا جوړ کړي و، باید دا دفترونه هغه ډول نه وي، بلکې د سولې په برخه کې باید د پام وړ ونډه ولري. "

د افغانستان حکومت داسې مهال د سولې لپاره ولسي هڅو ته مخه کوي چې تر اوسه یې له طالبانو سره مخامخ خبرې نه دي پیل کړي، خو د دواړو لوریو ترمنځ د هغې هوکړې پر بنسټ چې امریکا له طالبانو سره لاسلیک کړې، د بندیانو تبادله روانه ده.

افغان حکومت وايي، هڅه کوي چې د سولې لپاره په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ملاتړ لا زیات شي.