د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

سټولټنبرګ: افغانستان کې زمونږ حضور د سولې او ثبات د هڅو لپاره اړین دی


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د دوی حضور د سولې او ثبات د هڅو لپاره اړین دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله غواړي له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي.

د ان بي سي تلویزوني شبکې د راپور پر بنسټ ښاغلي ټرمپ دغه خبره تېره ورځ خپلو سلاکارانو ته کړې ده.

خو د امریکا د ولسمشر له دې څرګندونو ورسته د ناټو سر منشي ينس سټولټنبرګ نن سه شنبه په يو تازه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې په افغانستان کې د يوې تل پاتې سولې راوستلو لپاره د دوي پاتې کېدل اړين دي.

هغه زیاته کړه: "غواړم له تاسې نه په افغانستان کې د خپل خدمت او ژمنې له امله مننه وکړم، ستاسې خدمت هلته ډېر د ارزښت وړ دی، ځکه افغان امنیتي ځواکونو نه ملاتړ کوئ، او هغوی نه یوازې د امنیتي ګواښونو او ترهګرۍ په وړاندې بلکې د کويډ ۱۹ ناروغۍ د پایلو په وړاندې هم مبارزه کوي، زمونږ ماموریت په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې د ټينګېدو لپاره د هڅو په بري کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي."

ان بي سي تلویزیوني شبکې د دوو برحاله لوړ پوړو او یوه پخواني امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې خپل پوځي او امنیتي سلاکاران هڅولي څو له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

دغو امریکايي چارواکو ان بي سي تلویزون ته د خپلو نومونو د نه اخيستلو په شرط ویلي، چې د کرونا ویروس څخه د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب په خاطر له افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرامپ په تازه هڅو سره، له طالبانو سره د سولې په هوکړه کې د پرمختګونو په ټپه درېدو اندېښنې هم مل دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو خوبریالي نه شوو.

طالبانو بیا د امريکا ولسمشر د دې څرګندونو هرکلی کړی.

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل: "له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل به د سولې پروسه چټکه کړي، دا يو ښه اقدام دی، اوس تاسې ټول ګورئ چې د بنديانو د خوشې کېدو پروسه په بېلابېلو پلمو ځنډول کېږي چې دا د سولې پروسه له خنډ مخ کوي."

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين
په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين

د ښاغلي شاهين په خبره، د افغانستان سياسي حل د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه عملي کول دي.

خو د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه داوود مایار بیا دغې موضوع ته په دې نظر ګوري: "د افغانستان په سياست کې دغه ګام مثبت دي خو يو شمېر فشارونه به هم په حکومت باندې راشي، بله خبره دا ده چې د امريکايانو وتل له افغانستان څخه هغه څه وه چې د امريکا او طالبانو په موافقت ليک کې ذکر شوي وه زه فکر کوم دا اقدام د سولې لپاره يو فرصت دی."

د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه داوود مایار
د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه داوود مایار

ښاغلی مايار وايي اوس بايد د سولې له هر ډول فرصت څخه ګټه واخيستل شي.

په ورته وخت کې بيا ان بي سي تلويزيون د درېیو امريکايي چارواکو له قوله ویلي چې

پوځي سلاکارانو ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې ويلي، که غواړي د کرونا ویروس له کبله، له افغانستان نه په دې شمېر سرتېري وباسي، نو پکار ده چې پنتاګون له نورو هېوادونو لکه ايټالیا نه هم خپل سرتېري وباسي.

ايټالیا د نړۍ هغه هېواد دی چې، کرونا ویروس سخت ځپلی.

له دې وړاندې د روانکال د مارچ په ۲۴مه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت اعلان وکړ چې په نړیوالو ځواکونو کې د کرونا ویروس ۴ مثبت موارد تایید شوي خو د امریکا دفاع وزارت نه ‎دي ویلي چې په دغو ځواکونو کې امریکايي عسکر هم شامل دي او که نه؟

دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثتبې پېښې هره ورځ زیاتېږي.

د عامې روغتیا وزارت له‎خوا ورستۍ اعلان شوې شمېرې ښيي، چې تر اوسه په افغانستان کې له ۱۸۰۰ زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG