افغان حکومت ۷،۴۷۰ زندانیان خوشې کړي

ارشیف، ځیني خوشې شوي افغان زندانیان

د افغانستان زندانونو د چارو تنظیم اداره وايي د بندیانو د راخوشې کولو اړوند د ولسمشر د دوو فرمانونو له مخې تر اوسه تر ۷،۴۷۰ زیات زندانیان راخوشې شوي دي.

د دې ادارې په وینا د کرونا ویروس پر وړاندې يې په کابل کې د زندانیانو د تجرید، قرنطین او درملنې په هدف د ۲۵۰ بسترونو ظرفیت لرونکی ځای ځانګړی کړی دی.

دا وروسته له هغه چې د کابل په پلچرخي زندان کې په کرونا ویروس د ۷۵ زندانیانو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی.

د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني د جمعې په ماښام له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره‌یې توافق کړی چې دا مرکز به د زندانیانو د تجرید، قرنطین او درملنې لپاره دغه وزارت ته وسپارل شي.

ده همداراز وویل چې د دې ترڅنګ یو ۵۰ بستريز روغتون د تجهیزېدو په حال کې دی چې ډېر ژر به‌یې چارې بشپړې او د کرونا ویروس مشکوک کسان به ورته انتقال شي.

پلچرخي زندان کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس د مشکوک کس د موندلو لپاره د زندانیانو د معاینې پر مهال.

دا وروسته له هغه چې د چهارشنبې په ورځ ښاغلي بایاني ازادي راډيو ته ویلي وو چې د کابل په پلچرخي زندان کې د کرونا ویروس ۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ښاغلي بایاني یادونه وکړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د ولسمشر د فرمان له مخې تر اوسه تر ۱۱۵۰ زیات زندانیان راخوشې شوي دي.

ده زیاته کړه: "تر خوشې کېدو مخکې د زندانیانو د کرونا ویروس معاینات کېږي او د مثبتې نتیجې په صورت کې هغوی د کورنیو چارو وزارت له‌خوا جوړو شویو روغتیايي مرکزونو ته لېږل کېږي. دوی تر جوړېدو وروسته کولای شي خپلو کورونو ته لاړ شي. د دې ترڅنګ له زندانیانو ژمنه اخلو چې که کور ته ځي، لومړۍ ۱۴ ورځې به په قرنطین کې تېروي."

د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رئیس احمد راشد طوطاخېل د غويي په اتمه د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دې ورځې په مناسبت او د کرونا ویروس د مخنيوي په خاطر د ولسمشر د فرمان له مخې به د هېواد له ټولو زندانونو ۱۲ زره ۳۹۹ زندانیان راخوشې شي.

تر دې مخکې هم ولسمشر د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د شااوخوا ۱۰ زرو زندانیانو د راخوشې کولو امر کړی وو.

د زندانونو د تنظیم ادارې د ویاند په وینا د ولسمشر د لومړي فرمان له مخې تر اوسه ۶،۳۲۰ زندانیان راخوشې شوي دي او دا لړۍ به دوام ومومي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي ادارې یا سیګار د راپور له مخې د افغانستان په زندانونو کې شااوخوا ۴۰ زره کسان بنديان دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲،۳۳۵ دی او په دې ویروس اخته ۶۸ کسان مړه شوي او ۳۱۰ روغ شوي دي.