د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره: نږدې ۵ زره زندانیان ازاد شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وایي، د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې تر اوسه نږدې پنځه زره زندانیان ازاد شوي دي.

دغو زندانیانو کې ښځې هم شاملې دي او ولسمشر یې د همدې حمل میاشتې په ۷مه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د خوشې کېدو ځانګړی فرمان صادر کړ.

د زندانونو د تنظیم ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاتې زندانیانو د دوسیو څېړنه ګړندۍ شوې او دې کار لپاره د څارنوالانو شمېر هم دوه برابره شوی دی.

د ولسمشر په ځانګړي فرمان کې د ۱۰ زره زندانیانو د خوشې کېدو خبره شوې چې تر ډېره ښځې، ماشومان، صعب‌العلاجه ناروغان او هغه زندانیان شامل دي چې عمرونه‌یې له ۵۵ پورته دي.

په دې فرمان کې د کورني او بهرني امنیت په وړاندې مجرم پېژندل شوي زندانیان نه‌دي شامل.

د زندانیانو د تنظیم اداره وایي، تر اوسه د افغانستان یوه زندان کې هم د کرونا مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې او دوی په زندانونو کې د شته کسانو خوندیتوب ته هڅې زیاتې کړي.

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له زندانیانو سره د کورنیو لیده کاته هم بند شوي دي.

XS
SM
MD
LG