د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ وری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۰۲

افغانستان

افغان حکومت ۱۰ زره بندیان خوشې کوي

ارشیف، افغان بندیان

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو فرمان صادر کړ.

د افغانستان لوی څارنوال د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۷» په یوې خبری ناسته کې وویل، د دغه فرمان له مخې به د هېواد له زندانونو څخه ۱۰ زره بندیان خوشې شي.

لوی څارنوال فرید حمیدي زیاته کړه: "نن موږ د ازادۍ د سلب په ځایونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف، د اساسي قانون او نورو قوانینو په اساس د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو د لومړني فرمان د صادرېدو شاهدان یو."

لوی څارنوال وویل په دغه فرمان کې ترهګر او د ملي او نړیوال امنیت پر ضد مجرم زندانیان شامل نه‌دي.

د افغانستان لوی څارنوال زیاته کړه، د ولسمشر د دغه فرمان له مخې د عدلي او قضايي ارګانونو له متخصصینو یوې کمېتې ته سپارښتنه شوې چې تر ۱۰ ورځو پورې په دې برخه کې څېړنې وکړي او له زندانونو څخه د خوشې کېدونکو زندانیانو کره لېستونه چمتو کړي.

لوی څارنوال وویل، د دغه فرمان له مخې به په خوشې کېدونکو زندانیانو کې ښځې، ماشومان، ناروغان، د لوړ عمر کسان او هغوی چې د حبس موده‌یې تر پنځو کلونو لږ وي او همدا شان هغه زندانیان چې د جرم کچه‌یې ټیټه وي، شامل دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر هم د کرونا ویروس د ښه مخنیوي لپاره د لا ډېرو تدابیرو له نیولو خبر ورکوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کابل کې پر تګ راتګ د بندیز د سختولو اعلان وشو

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې پر تګ راتګ د بندیز د سختولو اعلان وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې له نن (یکشنبه د مارچ ۲۹مه) څخه به پولیس د کابل په ښار کې د خلکو پر تګ راتګ بندیز په ډېر شدت عملي کوي.

طارق ارین بېګا دا خبر پر ټویټر خپور کړ. ارین لیکلي چې د دې بندیز د څارنې لپاره پولیس په ښار کې ګومارل شوي دي.

د کابل ښاریان یوازې د ډېرو ضروري کارونو د ترسره کولو لکه ډاکتر ته تګ، د امنیتي ستونزې په حالت کې له کوره د وتلو او له بل چا سره د مرستې لپاره له کورونو وتلئ شي.

د کابل او ولایتونو ترمنځ تګ راتګ بند دی.

بانکونه، صرافۍ، نانوايي ګانې او د خوراکي موادو دکانونه به خلاص وي.

د کرونا ویروس پر ضد مبارزې ځانګړې کمېټې د جمعې په ورځ وویل چې د عامې روغتیا وزارت، د کابل ښاروالۍ د تنظیف برخې، امنیتي ادارو او د دوی له ادارې پرته به نور ټول دولتي دفترونه درې اوونۍ بند وي.

پکتیا کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه زخمیان دي

ارشیف، پکتیا مرکز ګردېز کې چاودنه. انځور تزئیني بڼه لري.

په پکتیا کې پرون د مارچ په ۲۸مه، د ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه زخمیان شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه په ګردېز کې شوې ده.

عبدالله حسرت زیاته کره: "د ګردېز ښار د ابراهیم‌خېلو په کلي کې د دښمن د ماین په چاودنه کې یو ۶ کلن ماشوم شهید او یو ۸ کلن او بل ۴ کلن ماشوم زخمي شوی دی."

حسرت ادعا وکړه چې وسله‌والو طالبانو د احمدابا په ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی د کرکټ د لوبې په وخت ویشتی او وژلی دی. د پکتیا د والي ویاند همداراز ویلي چې د روحاني بابا په ولسوالۍ کې څلور وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل او زخمیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دې کړي.

د کندز ځینې اوسېدونکي: د طالبانو د بریدونو زیاتوالي اندېښمن کړي یوو

ارشیف

که څه هم په افغانستان کې د سولې ټېنګښت ته د خلکو امیدواری زیاته شوي ده، خو د هېواد په شمال ختېځ زون په کندز ولایت کې د ناامنیو په اړه د خلکو اندېښنې لاپرځای دي، ځکه نن شنبې د کندز ښار شمال خوا د پُل سفید سیمه د جګړې شاهده وه.

د دې ولایت یو تن اوسېدونکي عبدالجلیل جیلانې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له څو ورځو راهیسې وسله وال طالبان د ښار نږدې څنډو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برېدونه کوي او خلک ډېر زیات وارخطا او په وحشت کې ژوند کوي او دولت دې ستونزې ته هېڅ رسېدنه نه کوي او موږ له دولت نه غواړو چې د کندز وضعیت ته توجه وکړي."

د کندزیانو په وینا، چې په دې وروستیو کې یوځل بیا د ښار په نږدې څنډو او دغه راز د دې ولایت په ولسوالیو کې پر دولتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستې او دې روان وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي دي.

بل خوا د کندز امنیتي چارواکي وايي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسله والوطالبانو هر ډول بریدو پر وړاندې پوره چمتوالی لري او دغه ډلي اجازه نه ورکوي چې عامه نظلم اخلال او د خلکو ترمنځ وېرې خپره کړي.

ددې ولایت د امنې قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري په دې اړه وویل: "دولتي ځواکونه د وسله والو طالبانو هرډول برېدو پر وړاندې پوره چمتوالی لري او نن هم دغې ډلې د کندز ښار پُل سفید سیمې کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو چې د دولتي ځواکونو له لورې پرشا وتمبول شو او په نتیجه کې درې تنه طالبان ووژل شول او درې تنه یې هم ټپیان شول او افغان ځواکونو ته په کې کوم زیان نه دې رسېدلی."

د کندز ولایتي شورا انتقاد کوي، چې تېر کال د دې ولایت په کچ د افغان ګډو ځواکونو له لوري څو ځلي په بېلابېلو نوم د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف پوځي عملیاتونو ترسره شول، خو لاهم د ښار په نږدې څنډو کې وسله وال طالبان حضور لري او هره ورځ د دې ولایت د ښار نږدې څنډې او لويې لارې د جګړو شاهدې وي.

چارواکي: ننګرهار کې چاودنې ۲ تنه وژلي

چاودنه کې دیني عالم شیدا او د ده زوی وژل شوی.

په ننګرهار کې د چسپکي ماین چاودنې دوه تنه ووژل.

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن شنبه له غرمې وروسته شااوخوا یوه بجه د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په سربند سیمه کې د دیني عالم شیدا پر موټر د نښلول شوي ماین چاودنې خپله مولوي شیدا او د ده زوی وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند په دې اړه ازادي راډيو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې په دغه پېښه کې د یوه دیني عالم په ګډون ۲ تنه ټپیان شوي هم دي چې په خبره یې، وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار ولایتي ادارې دغه پېښه غندلې او دا یې د حقیقي عالمانو پر وړاندې د دښمن جاهلانه کړنه یاده کړې ده.

تر دې مهاله د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

بهرنیو چارو وزارت: له دوبۍ څخه پند پاتې شوي افغانان راولېږدول شول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه ۶۳ افغانان چې د دوبۍ په هوایي ډګر کې بند پاتې وو، په ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته را ولېږدول شول.

دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د هوایي چلند له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره د هوکړې له مخې به ډېر ژر په نوې ډیلي کې بند افغانان هم کابل ته را ولېږدوي.

په دوبۍ، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې وروسته تر دې یو شمېر افغانان بند پاتې شول چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د دغو هېوادونو او افغانستان ترمنځ ځمکني او هوایي بندرونه وتړل شول.

چارواکي: هلمند کې چاودنې ۴ ماشومان وژلي

ارشیف

د لښکرګاه په دريمه حوزه کې چاودنې ۴ ماشومان وژلي دي.

د هلمند دوالي وياند وايي پېښه په يوه کور کې دننه شوې ده چې لا هم اصلي انګېزه نه ده مالومه.

عمرځواک ازادۍ راډيو ته وويل پوليس د پېښې ځای ته تللی دي چې اصلي مسئله مالومه کړي.

په کور کي دننه دغه چاودنه د دريمې حوزې د بولان په کلا سيمه کې څو شېبې مخکي شوې ده.

د والي وياند عمر ځواک وايي داسې ښکاري چې په کور کي دننه يوه ناچاودله سرګلوله چاودېدلي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

دفاع وزارت: بدخشان کې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي

آرشیف

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې طالبانو تېره شپه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر څو پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د برید له کبله افغان ځواکونو له څلورو پوستو تکتیکي شاتګ کړی او جګړه لا هم روانه ده.

د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي، برید کې افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې چې کره شمېر به یې وروسته په ډاګه کړي.

له دې سربېره طالبانو تېره ورځ طالبانو د فاریاب په غورماچ او د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې هم ورته بریدونه وکړل، چې د دفاع وزارت په وینا، په شا وتمبول شول.

طالبانو لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

کابل ته د طالبانو د پلاوي راتګ ځنډیدلی

آرشیف

کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي راتګ ځنډیدلی دی.

ټاکل شوې وه نن د دغې ډلې یو پنځلس کسیز پلاوی له کندهاره کابل ته راشي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د سفر د میکانیزم د نه بشپړېدو له کبله دغه سفر ځنډیدلی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د سره صلیب هغه پلاوي چې د طالبانو غړي یې کابل ته بیول، د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شوي ګرځبندیز له کبله ونه توانېد چې د دوی پلاوی ولېږدوي.

دغه پلاوی د طالب زندانیانو د را خوشې کېدو په اړه د بحث لپاره کابل ته راځي، خو معلومه نه ده چې سفر به یې کله ترسره شي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد

وحیدالله مایار

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد د کرونا ویروس ۱۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي.

د دې ورازت ویاند وحیدالله مایار د شنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې وویل، د دې ثبت شویو پېښو ۱۱ یې په هرات ۳ یې په فراه او یوه یې په غزني ولایتونو کې ثبت شوي.

د ښاغلي مایار په خبره، په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېده.

هغه زیاته کړه: "د مثبتو پېښو د زیاتېدو سره د خوښۍ خبر دا دی چې په تر دا مهاله په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې پنځه یې بېرته خپله روغتیا تر لاسه کړې او خپلو کرونو ته لېږدول شوي."

هغه وویل، په دولتي روغتونونو او کلینیکونو کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو څخه وروسته له دې فیس نه اخېستل کېږي او دغه اقدام سر له سبا د تطبیق وړ دی.

نوموړي یو ځل بیا په ټینګار سره له تول افغانانو غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

چارواکي: ایران څخه افغانستان ته د مالونو راواردول بند شوي

ارشیف

د هرات ګمرک رییس وايي، په ایران کې د نوروز د رخصتیو له امله له هغه هېواد څخه افغانستان ته د حمل د میاشتې له لومړۍ اوونۍ د مالونو راواردول بند شوي دي.

حمدالله همدرد نن ازادي راډیو ته وویل چې د کال په لومړۍ اوونۍ کې په اوسط ډول هرات ګمرک هره ورځ تر ۳۰ تر ۳۵ میلیونو افغانیو په شا او خوا کې عواید لرل.

نوموړی وايي، مخکې تر دې به په اوسط ډول هره ورځ ۶۰ تر ۶۵ میلیونو افغانیو په شا او خوا کې عواید ترلاسه کېدل.

د هرات ګمرک رییس دغه شان وايي، اوس د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت له خوا د هېواد ټولو ګمرکونو ته رسمي لارښونه شوې چې، د دولت د عوایدو د لوړېدو په هدف سر له نن ورځې څخه سل سلنه تعرفه وضعه شي.

ښاغلي همدرد وايي، مخکې له دې سوداګر دې ته نه حاضرېدل چې اصلي تعرفه محصول کړي.

نوموړی له سوداګرو غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې پر اړو خلکو خوراکي توکي وېشلي

جان اقا نوید

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په اړو خلکو خوراکي توکې ووېشل شول.

د دغې خونې د عامه اړیکو مسؤل جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل،چې دغه اقدام په هېواد کې د کرونا ویروس د قرنطین او اړو خلکو سره د مرستې په خاطر شوی دی.

نوموړي وویل، چې په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي او یو شمېر نور لومړني خوراکي توکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په کابل او یو شمېر ښارونو کې د کرونا ویروس د خبرېدو او قرنطین له امله د لومړنیو توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې چې خلک یې اندېيښمن کړي وو.

مالیې وزارت: د قرنطین پرمهال پر دوکاندارانو د مالیې کمولو پر طرحه کار کوو

ارشیف

د افغانستان د مالیې وزارت په یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د قرنطین پرمهال پر دوکاندارانو مالیه کمه شي.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا مهال په دې طرحې باندې کار روان دی.

هغه زیاتوي: "د افغانستان د مالیې وزارت له لوري یوه کميټه ګمارل شوې څو د کرونا ویروس له امله چې کوم اضطراري حالت چې رامنځ ته شوی او ښار قرنطین شوی دی په دوکاندارانو هم مالیه کمه شي."

نوموړي وویل، چې دا به له دوکاندارانو سره له اقتصادي پلوه د پام وړ مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سر له نن شنبې د کابل په ګډون اکثره ښارونه د کرونا ویروس دخپريدو مخنیوي په هدف قرنطین او د لومړنیو خوراکي توکو، خبازیانو او درملتونونو پرته نور ټول دوکانونه تړل شوي دي.

کابل کې به نن سخت امنیتي تدابیر عملي شي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان حکومت له پرېکړې سره سم به نن په پلازمېنه کابل کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر عملي شي.

د افغانستان حکومت له کابل ښاریانو غوښتي چې د درملو، طبي خدماتو یا خوراکي موادو د رانیولو په شان له ضروري کاره پرته له کوره ونه‌وځي.

له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې ویلي چې ټولې دولتي ادارې به د درېیو اوونیو لپاره بندې وي، خو یوازې به روغتیايي مرکزونه، د ښاروالۍ تنظیفات، له کرونا سره د مبارزې کمېټه او امنیتي ارګانونه کار ته دوام ورکړي.

بانکونه، صرافۍ، نانوایانې او د خوراکي موادو پلورنځي هم اجازه لري چې فعالیت ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

ارشیف، په هرات کې د کرونا ویروس د مشکوکو پېښو د تشخیص لپاره لومړنۍ ازموینه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي پرون (جمعه) یې د کرونا ۱۴ مثبتې پېښې ثبت کړې.

د دې وزارت ویاند وحید مایار په وینا د هرات ولایت په لابراتوار کې ۴۸ نمونې یا سمپلونه معاینه شول چې ۱۴یې مثبت او ۳۴ نور یې منفي وو.

ډاکتر مایار وايي چې په مثبتو پېښو کې ۱۱ په هرات او ۳ په فراه ولایت پورې تړاو لري.

له دې جلا پرون یوه مثبته پېښه په غزني کې تأیید شوه چې ورسره په افغانستان کې د کورونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۴ تنو ته ورسېد.

په دغو کسانو کې د غوڅ ملاتړ مأموریت هغه ۴ سرتېري شامل نه‌دي چې په وروستیو کې له بهره افغانستان ته راغلي او له نورو پوځیانو جلا سانل کېږي.

کرونا ویروس او د مرکچي پلاوي په اړه د غني او اروپايي سفیرانو غونډه

کابل کې له مېشتو اروپايي سفیرانو سره د ولسمشر غني غونډه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون (جمعه) مازدیګر په کابل کې له مېشتو اروپايي سفیرانو سره د کرونا ویروس په وړاندې د افغانستان د حکومت د اقداماتو او همداراز د سولې د مرکچي پلاوي د غړو د ټاکلو په اړه خبرې وکړې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د اروپايي هېوادونو سفیرانو د کرونا ویروسو په وړاندې د افغانستان د حکومت تدابیر وستایل او له افغانستان سره‌یې په دې برخه کې مرستې ته تیاری وښوده.

افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په درېیو لوېدیځو ښارونو کې تېره اوونۍ په ګرځېدو راګرځېدو بندیزونه ولګول او نن د پلازمېنې کابل په شمول په یو شمېر ښارونو کې محدودیتونه وضع کوي.

له ولسمشر غني سره په کتنه کې د اروپايي اتحادیې سفیر پیري میاودون، د اروپايي هېوادونو د سفیرانو په استازیتوب له طالبانو سره د خبرو اترو او په دې برخه کې د اندېښنو یادونه وکړه، ویې‌ویل چې افغانستان اوس تر بل هر وخت یووالي ته زیاته اړتیا لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG