د امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د وبا خپرېدو، د زرګونو کسانو د مړینې ترڅنګ په زرګونه نور کسان وزګاره کړي دي.
په دغو وزګارو شویو کسانو کې پرنسیس دمیبي (Princess Dumebi) هم شامله ده.
پرنسیس دمیبي هغه ښځه ده چې څو اوونۍ مخکې یې د لاس انجلس د هالیووډ پر مشهورو سړکونو نندارې وړاندې کولې.
هغه امریکا ته له افریقا د دې لپاره راغلې چې په امریکایي فلمونو کې د رول لوبولو خوبیې په واقعیت بدل شي.
د هالیووډ یو سړک چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله خالي شوی
که څه هم هغې دغو فلمونو ته لار نهده موندلې، خو بیا هم د هالیووډ پر لارو کوڅو ګرځي او وايي د خپلو نندارو په مرسته په کافي اندازه ګټه وټه کوي.
په امریکا کې د کوربند او نورو محدودیتونو تر لګول کېدو مخکې مېرمن دمیبي د پیسو ګټلو لپاره د هالیووډ پر سړکونو سیلانیانو ته ډول ډول نندارې وړاندې کولې.
خو کرونا ویروس دا کار هم ورڅخه واخیست.
دمیبي امریکا غږ ته وویل، کله چې له کاره بېبرخې شوه، غوښتلیې پر کور پاتې شي، خو هغې بله لار انتخاب کړله، د خوړو پخول او پر بېکوره کسانو یې وېشل.
په امریکا کې بېکوره کسان
پرنسیس دمیبي زیاتوي: "کله چې قرنطین یا کوربند پیل شو، بېکوره کسان سوچ ته راغلل. ما کولای شوی خپل کور ته لاړه شم، نس موړ کړم، خو سوچ ته راغی هغه کسان به څه کوي چې کور نهلري، څوک به ورته خواړه برابروي؟ هالیووډ لوی ښار دی، هره اوونۍ په زرګونو ښايي میلیونونو کسان ورته راځي او زیاتره دا بېکوره کسان په واقعي معنی د دوی له برکته خواړه پیدا کوي، د خوړو هغه ډبلي او نور توکي چې خلکیې ایسته اچوي، بېکوره کسانیې راټولوي او ځان پې مړوي."
مېرمن دمیبي وايي اوس خپلې سپمول شوې پیسې لګوي او په دې ډول غواړي د بېکوره او بېوزلو لاسنیوي ته دوام ورکړي.
د امریکا په لاس انجلس کې د هالیووډ سړکونه بله بڼه لري، پر دغو سړکونو او کوڅو خاموشي خپره ده، رستورانتونه او دکانونه ټول تړلي دي.
په امریکا کې بېکوره کسان
یوازې بېکوره کسان پر سړکونو ښکاري، هغه بېسرپناه کسان چې د پرنسیس دمیبي غوندې د ګوتو په شمار کسانیې کله کله لاسنیوی کوي.
مېرمن دمیبي وايي، د ښار پولیس په وضعیت خبر دي او له بېکوره کسانو سره د هغې د دې مرستې مخه نهنیسي، دا وايي توانېدلې د ورځې له ۵۰ تر ۶۰ اړو کسانو ته خواړه برابر کړي.
پرنسیس دمیبي په دې باور ده چې له اړو کسانو سره کوچنۍ مرسته هم کولای شي، نړۍ د ژوند لپاره په غوره ځای بدله کړي.