د کندهار باغ لرونکي او کروندګر: د دهلې بند د دیوالونو د لوړلو پروژه دې ژر عملي شي

دهلې بند

د کندهار باغ لرونکي او کروندګر د دهلې بند د دیوالونو د لوړلو د پروژې د ژر پیل غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دهلې بند سږ کال له ټاکلې مودې مخکې له اوبو ډک شوی او اوبه یې له پارچاوونو را اوښتي چې کروندګر او باغ لرونکي ورته خوشحاله دي.

بلخوا د کندهار والي حیات الله حیات د خلکو دغه غوښتني ته په ځواب کې وايي چې د دهلې بند د سروې ډیزاین او استملاک اړوند چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.

صادق رښتینی له کندهاره راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور