د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

باغ لرونکي: کندهار کې د انارو حاصلات د اوبو د کمښت له امله کم وو


د کندهار سوداګر وايي، سږ کال‌يې تر دې دمه پاکستان او هند ته شااوخوا اووه زره ټنه انار صادر کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري​.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر ازادي راډیو ته وویل چې دغه اندازه انار د ځمکې له لارې پاکستان او د هوايي دهلېز له لارې هند ته صادر شوي.

ښاغلي زهیر د دغو انارو د مجموعي ارزښت په اړه معلومات ورنه‎کړل، خو زیاته‌يې کړه چې اووه زره ټنه انار نور په غیر راجسټر توګه پاکستان ته صادر شوي دي.

دی وايي:

"تر نن تاریخه پورې زموږ د کندهار انار ۷ زره ټنه بهر ته صادر شوي او زه ګومان کوم چې ۷ زره نور په غیر راجسټر ډول یا په مجموع کې ۱۵ زره ټنه انار په راجسټر او غیر راجسټره توګه بهر ته صادر شوي."

پاکستان او هند ته شااوخوا اووه زره ټنه انار صادر شوي.

نصرالله زهیر که څه هم سږ کال د هوایي دهلېز پرانیستل د کندهار د تازه مېوې په خاص ډول انګورو او انارو لپاره ګټور او مهم بولي، خو په بل اړخ کې د پاکستان په ګمرکونو کې د افغانستان پر تازه مېوې د محصولاتو زیاتول د افغان سوداګرو په زیان بولي.

په عین وخت کې بزګر او باغ لرونکي سږ کال د انارو په حاصلاتو کې کموالی او په پاکستان کې د افغانستان پر لندې مېوې د ګمرکي محصول زیاتوالي اندېښمن کړي او وېره لري چي له مالي تاوان سره به مخامخ شي.

د باغ لرونکو په وینا سږ کال په کندهار کې د انارو حاصلات د اوبو د کمښت له امله کم او د ترلاسه کېدونکو انارو ډېره برخه چاودلي دي.

پاکستان او هند ته شااوخوا اووه زره ټنه انار صادر شوي
پاکستان او هند ته شااوخوا اووه زره ټنه انار صادر شوي

حکمت او اختر محمد د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ باغ لرونکو ازادي راډیو ته وویل چې په کور دننه د سړو خونو او مارکېټ نه‌شتوالی هم د دې لامل شوی چې له انارو ډېر کمه ګټه تر لاسه کړي.

باغ لرونکي وايي، سږ کال اوبه کمې وې او د ماشین د تېلو مصرف د دوی د وس خبره نه‎ده.

دوی زیاتوي که حکومت د دهلې د بند اوبه د مني په موسم کې یو میاشت نورې هم ورکړې وی نو حاصلاتو به‌يې ښه مارکېټ درلودلای.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG