د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

عزیزی: د دهلې بند پروژه کې ۵۰ میلیونه ډالره اختلاس شوی


د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي وايي د دغه ولایت د دهلې بند په پروژه کې اضافه تر ۵۰ میلیونه ډالره اختلاس شوی.

ښاغلي عزیزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل د دهلې بند د لومړۍ برخي کار بشپړ شوی چې ورباندې شاوخوا ۷۱ میلیونه ډالره لګښت راغلي.

د عزیزي په وینا د دوی د محاسبې پر اساس د دهلې بند لومړۍ تخنيکي برخه چي عمومي برج نوې دروازه، يو پاور هاوس، نوی تونل، د اوبو ۴ دروازې او د بند د عمومي دستګاه لپاره تعمير جوړ شوی، د یاد شوي مالي لګښت سره مطابقت نه لري.

د ازادي راډيو خبریال محمد صادق رښتیني له ښاغلي عزیزي سره د دهلې بند پروژې په هکله مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه کړې چي د دغې پروژې قرارداد څه وخت او چاته ورکول شوي دی؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:22 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG