بالکان روټ: د افغانستان ۷۵ سلنه تارياک په پاکستان کې په هیروئينو اړول کېږي

ارشیف، له هیروئینو ډکې کڅوړې. انځور تزئیني بڼه لري.

د کوکنارو د کښت او د تاریاکو او هیروئینو د جوړولو په اړه د بالکان روټ نړيوالې مؤسسې (Balkan Route) څېړنې ښيي چې پاکستان د افغانستان د تاریاکو اصلي سوداګر دی.

په دې راپور کې راغلي چې د افغانستان تاریاک ۷۵ سلنه پاکستان ته قاچاق کېږي، هلته هيروئين ځینې جوړېږي او بيا دا توليد شوي هیروئین د اروپا او عربي هېوادونو بازارونو ته قاچاق کېږي.

د دغې مؤسسې د راپور له مخې په جنوبي اسيا هېوادونو کې د پاکستان قبايلې سيمې د هیروئينو د جوړولو په مرکز اوښتي او له دې سيمو څخه نړيوالو بازارونو ته استول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د سروې او تحلیل رئیس نجیب‌الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، د بالکان روټ دا راپور ښيي چې د نشه‌يي موادو زیان افغانستان ته اوښتی، خو ګټه‌یې نورو هېوادونو ته رسېږي.

بالکان روټ: د نشه‌يي موادو زیان افغانستان ته اوښتی.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "په مجموع کې کیمیاوي نشه‌يي موادو د سیمې په ځینو هېوادونو کې د افغانستان د تاریاکو ځای نیولی دی. دغه ډول د بالکان روټ مؤسسې د راپور پر اساس ۷۵ سلنه هیروئین د پاکستان په قبایلي سیمو کې تولیدېږی. د دغو هیروئینو د تولید لپاره کارېدونکی اسیډ هایډریډ (Acid Hydride) هم له بهره راځي. بالکان روټ په رسمي ډول دا راپور خپور کړی چې د افغانستان لپاره یو ښه زېری دی. دا راپور ښيي چې موږ د نشه‌يي موادو قربانيان یو او د سیمې هېوادونه هم په دې ستونزه اخته شوي دي."

د بالکان روټ مؤسسې څېړنې ښيي چې پاکستان او ایران په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په خپله خاوره کې د هیروئینو يوه کارخانه نه‌ده ویجاړه کړې، د دې ترڅنګ د پاکستان د بلوچستان له لارې خلیجي هېوادونو او بیا له هغه ځایه اروپا ته د هیروئینو قاچاق ډېر شوی دی.

له افغانستانه قاچاق کېدونکي هیروئین له ورېښم لارې.

پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د تاریاکو په مارکېټ بدلېږي چې سپینې ماڼۍ هم په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی دی.

د سپينې ماڼۍ په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت لږ شوی، خو د تارياکو توليد ډېر شوی دی.

په دې اړه د ولسي جرګې غړی غلام فاروغ مجروح وايي، د کوکنارو کښت له امله ناحقه د افغانستان نوم بد دی، حال دا چې د افغانستان له تارياکو څخه ګاونډي هېوادونه هیروئین جوړوي او بيا يې نړیوالو بازارونو ته قاچاق کوي.

په کندهار کې کرل شوي کوکنار

ښاغلی مجروح زیاتوي: "افغانستان ته د نشه‌یي موادو د تولید او استعمال له امله تر ټولو ډېر زيان وراوښتی دی، خو ګاونډي هېوادونه چې د نشه‌یي موادو د تولید لپاره افغانستان ته کیمیاوی مواد را استوي، د نشه‌یي موادو ډېره ګټه هغوی ته رسېږي، خو بدنامي یې افغانستان ته پاتې ده. بل هغه هېوادونه چې هیروئین تولیدوی، د تولید شویو هیروئینو تر ټولو ډېره ګټه هم دوی ته رسېږي."

د تاریاکو د ډېرېدو په اړه د امریکا اندېښنه او پاکستان کې د هيروئينو توليد او بيا له هغه ځايه اروپايي او عربي هېوادونو ته د هیروئینو د قاچاق راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د روان میلادي کال څه د پاسه یوه میاشت تېرېږي او اوس هم افغان حکومت او د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې اداره نه‌ده توانېدلې چې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د بالکان روټ د موندنو په اړه د مرسلین ارسلا غږیز راپور