د زمان احمدي مدافع وکیل وايي، د هغه د موکل محاکمه چې مقدساتو ته په سپکاوي زنداني دي، باید علني وشي.
که څه هم تمه ده چې په نږدې راتلوونکې کې د زمان احمدي څلورمه محکمه وشي، خو د هغه مدافع وکیل وايي، د محکمې غونډه باید علني وي څو رسنۍ وشي کولای هغه په ژوندۍ بڼه خپره کړي.
د زمان احمدي مدافع وکیل عبدالاحمد جلیلی ازادي راډیو ته وویل: "دا غونډه باید علني وشي څو خلک قضاوت وکړي، هغه ډول هم نه ده چې دوی فکر کوي، په ډېری ځایونو کې قاضیان او محاکم قانوني او ښې کړنې هم لري، دا غونډه باید خلک وویني. "
و مو غوښتل په دې اړه د سترې محکمې نظر واخلوو خو د سترې محکمې ویاند د ازادي راډیو اړیکه ځواب نه کړه.
زمان احمدي اووه کاله وړاندې په بامیان کې د بودا مجسمو په اړه د یوه لیکل شوي مطلب په تړاو چې ګوندې اسلامي مقدساتو ته یې توهین کړی، تورن او زنداني شوی.
هغه له دې وړاندې د افغانستان یوې محکمې په ۲۰ کاله بند محکوم کړی دی.
ښاغلي احمدي له دې شل کلونو اووه هغه یې په زندان کې تېر کړي دي خو وروسته له دې چې د نوموړي په اړه ځینو رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې عدالت غوښتنه وشوه، د لیندۍ یا قوس میاشتې په لومړیو کې د افغانستان سترې محکمې د هغه په اړه د محکمې شوې پرېکړه لغوه کړه.
احمدي له دې وړاندې په جدي میاشت کې ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، د سترې محکمې لهخوا د ده په تړاو د شوې پرېکړې په اړه تر بیا نظر ورکولو وروسته، د ده د خلاصون لپاره لار پرانېستل شوې ده.
د ښاغلي احمدي مدافع وکیل ازادي راډیو ته وویل، هغه څېړنه چې اووه کاله وړاندې د زمان احمدي په اړه شوې، سالمه نه وه او باید موظف څارنوال یوه نوې صورت دعوه ترتیب او جوړه کړي.
اوس تمه ده چې لنډ راتلوونکې کې د زمان احمدي نوې محاکمه وشي.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د زمان احمدي دوسیه تېره ورځ د لومړنۍ محکمې لهخوا له دې کبله چې یو مهم فورم یې نه درلود، دوی ته رالېږل شوې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په خبره، نن د یکشنبې په ورځ په دې دوسیه کې یاده فورمه ځای پر ځای او بېرته اړوندې محکمې ته ولېږل شوه.
د لویې څارنوالۍ ویاند د دې قضیې په اړه د څارنوال د صورت دعوا د څرنګوالي په اړه وویل: "دا د بیا کتنې مرحله ده، یو ځل د اړوندې محکمې لهخوا لومړنۍ غونډه کېږي، هلته هر هغه ډول چې محترم قاضیانو لازمه وګڼله پرېکړه کوي، د افغانستان لویه څارنوالۍ د محترمو قاضیانو د پرېکړو په رڼا کې خپل وروستي کارونه کوي. "
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان مصباح هم وايي، هغه څه چې د زمان احمدي مدافع وکیل مطرح کړي، د قانون خلاف نه دي.
د ده په خبره، د قانون پر بنسټ باید د محکمې غونډې د کورنیو او ماشومانو د استثنايي قضیو پرته علني وشي.
زمان احمدي له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و، هغه مجرم نه دی، بلکې د خپلې ټولنې د ازرښتونو دفاع یې کړې ده.
د احمدي له قوله، هغه څه چې ده لیکلي و او برخلیک یې تر زندان ورساوه، په بامیانو کې د بودا مجسمو د ویجاړولو غندنه وه او په دې تړاو لیکنه کې یې اسلامي مقدساتو ته هېڅ ډول سپکاوی نه و کړی.