افغانستان
د بشري حقونو کمېسیون د زمان احمدي د زندان حکم لغوه کېدو هرکلی کړی
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سترې محکمې له لورې د افغان لیکوال محمد زمان احمدي د زندان حکم لغوه کېدو هرکلی کړی دی.
ابتداییه محکمې محمد زمان احمدي په شل کاله بند محکوم کړی او تراوسه یې اووه کاله په زندان کې تېر کړي دي.
سترې محکمې د احمدي لپاره د ابتدائیه محکمي لخوا د ورکړل شوي شل کلن بند حکم لغوه کړی او د قضیې د بیا څیړلو سپارښتنه یې کړې ده.
احمدي اووه کاله پخوا د بامیان د بودا مجسمې د تخریب پر عواملو یوه مقاله لیکلي وه، خو هغه مقاله چې خپره شوې نه ده، ویل کیږي چې دیني مقدساتو ته پکې سپکاوی شوی وو.
نوموړی د همدې مطلب له خاطره زنداني شو او تېر اووه کاله په بند کې و.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون د یوې اعلامیې په ترڅ کې وغوښتل چې عدلي او قضایي ادارې باید اوس دې ته هم ځواب ووایي چې ولې یې ښاغلی احمدی زنداني کاوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خوړو د نړیوال پروګرام: په افغانستان کې خوارځواکي ماشومان په ډیریدو دي
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د شمیرو زیاتیدو ته ژوره اندیښنه ښکاره کړه.
جان ایلیف له اسوشیتد پریس اژانس سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې دغه اوس په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې دا تر بل هر وخت لوړه شمیره ده.
ښاغلي ایلیف زیاته کړه چې د دوی له ادارې سره د مرستو د کمیدو له امله اوس مجبوره دي چې له څلور خوارځواکو ماشومانو څخه له یوه سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې د اوس لپاره هره میاشت یوازې له دوه میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې مرسته کولی شي.
په کابل او شاوخوا سیمو کې زلزله وشوه
شېبې مخکې نسبتاً قوي زلزلې کابل او د افغانستان ځینې ختیځ ولایتونه ولړزول.
د امریکا د جیالوحیکي سروې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې شدت ۵.۸ درجې و او مرکز یې د کابل د شمالختیځ په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ کې و.
تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
پاکستان ادعا کوي چې د باجوړ بریګر افغان و
پاکستان ادعا کوي چې په باجوړ کې پر پوځیانو انتحاري بریدکوونکی افغان و.
د روانې فبرورۍ په ۱۶ مه په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز په برید کې لږ تر لږه ۱۱ سرتېري ووژل شول. د دې برید مسوولیت ټي ټي پی په غاړه واخیست.
پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو د ادعا پر اساس لیکلي چې د دې برید عامل قاري عبدالله نومېده چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسېدونکی و.
پاکستان تر دې وړاندې هم د اکثرو بریدونو عوامل افغانان بللي او پر له پسې وايي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.
د افغانستان د بشري حقونو ځانګړی راپورتر د بشري حقونو شورا ته وینا کوي
د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ویلي چې د ښځو او نجونو د روغتیا حق په اړه به خپل نوی راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.
ریچارډ بېنټ، د پاکستان له وروستي سفر وروسته په اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې هغه د شورا د ۶۱مې غونډې لپاره چمتووالی نیسي او خپل راپور به د فبرورۍ په ۲۶مه په جینیوا کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړې چې په پام کې لري چې یوه شفاهي وینا هم وکړي، چې پکې به د بشري حقونو د هغو اندېښمنو پرمختګونو یادونه وکړي چې د ده په وینا د جدي اندېښنې وړ دي.
طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د زده کړو د لومړني حق په شان د ښځو د بشري حقونو ګڼې سرغړونې کړي دي.
د بشري حقونو د شورا دا غونډه په داسې حال کې دایریږي چې نړیواله ټولنه لا هم پر دې بحث کوي چې د افغانستان د بشري حقونو له بحران سره څنګه چلند وشي.
طالبان وايي، د بندي امریکايي وګړو د مسلې حللارې لټوي
طالبانو ویلي چې د بندي امریکايي وګړو په اړه له متحدو ایالتونو سره په خبرو بوخت دي او د حل لارې لټوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز بیان کې چې د دولتي ملي ټلویزیون له لارې خپور شو، وویل: «موږ په دې موضوع له امریکایانو سره خبرې کوو او د حل لارې تر بحث لاندې دي.»
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د افغانستان لپاره د امریکا د چارو سرپرست، ډان براون، چې مرکز یې په دوحه کې دی، وویل طالبان لا هم بندیان د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې د خبرو اترو د فشار د وسیلې په توګه کاروي.
هغه په اېکسپاڼهکې لیکلي: «نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د دغو ناوړه تاکتیکونو له امله حساب کتاب وکړي.»
امریکايي چارواکو ویلي چې دوه امریکايي وګړي، ډینس کویل او محمود شاه حبیبي، د طالبانو په بند کې دي. کویل ۶۴ کلن دی، د ژبپوهنې څېړونکی او د پوهنتون استاد دی او نژدې یو کال کېږي چې بندي دی. محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په کابل کې نیول شوی، خو تر اوسه یې د اوسېدو ځای نه دی روښانه شوی او طالبان یې هم په اړه بې خبري څرګندوي.
د یرغمل شوو کسانو د چارو لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، اډم بوهلر، مخکې خبرداری ورکړی و چې طالبان باید هغه څه پای ته ورسوي چې نوموړي د یرغمل نیولو ټول ډولونه بللي دي.
همداراز، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال سلاکار، سباستیان ګورکا، ویلي چې ولسمشر تمه لري طالبان د تښتونو او یرغمل نیولو لړۍ ودروي، که نه نو له عواقبو سره به مخامخ شي.
م.م. د مصنوعي ځیرکتیا لپاره یو پلاوی جوړ کړ
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یې یو نوی پلاوی جوړ کړی، تر څو پر ټکنالوژۍ د انسان کنټرول پیاوړی کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د هند په نوې ډیلي کې یوې غونډې ته وویل چې نړۍ په ډېر چټک ډول نامعلومې خوا ته روانه ده او اړتیا ده چې د وېرې او احساساتو پر ځای واقعیتونو ته پام وشي.
هغه زیاته کړه چې د «مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال علمي پلاوي» لپاره ۴۰ غړي ټاکل شوي دي. د هغه په وینا، علمي مدیریت کولی شي دا ټکنالوژي لا خوندي او عادلانه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا له ګټو سره سره، ځینې جدي اندېښنې هم شته، لکه د کارونو له منځه تلل، آنلاین ناوړه ګټه اخیستنه او د برېښنا لوړ مصرف.
ټاکل شوې ده چې د نړۍ مشران به نن د ملګرو ملتو تر چتر لاندې د نوې ډیلي د مصنوعي ځیرکتیا د غونډې په پای کې د دې ټکنالوژۍ د خطرونو او فرصتونو په اړه خپل ګډ دریځ وړاندې کړي.
افغان کریکټ لوبډلې د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې کاناډا ته ماتې ورکړه
د کریکټ په نړیوال شل اوریز جام کې افغانستان د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له کاناډا څخه په ۸۲ منډو وګټله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.
افغان لوبډلې کاناډا ته ۲۰۱ منډې هدف ورکړ چې تر ټولو ډېرې یعنې ۸۷ منډې په کې د ابراهیم ځدراڼ وې.
کاناډا په ټولو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۸ منډې وکړې.
افغانستان په خپل ګروپ کې ۴ لوبې وکړې چې نیوزلنډ او جنوبي افریقا ته یې لوبې بایلودې، خو له متحده عربي اماراتو او کاناډا څخه یې وګټلې.
پاکستان د طالبانو یو ديپلومات احضار کړی او د باجوړ د برید په اړه یې اعتراض ور اورولی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو یو ډيپلومات احضار کړی او د باجوړ د برید په اړه یې خپل اعتراض ورته وړاندې کړی دی.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې د افغانستان د سفارت مرستیال احضار او خپل ( پیاوړی احتجاج) یې ور واوروه.
پاکستاني چارواکي وایي چې د باجوړ موټر بم او ډله ییز برید چې ۱۱ پاکستاني سرتیري په کې ووژل شو، د تحریک طالبان پاکستان له خوا شوی دی.
هغه برید د فبرورۍ په ۱۶مه شوی و.
پاکستان تل تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر دوی دا ډول بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه ردوي او وایي، ټي.ټي.پي د پاکستان کورنۍ مسله ده.
چارواکي: له پنجاب ایالت څخه نن شل افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنول کیږي
د پاکستان د پنجاب ایالات چارواکي وایي چې نن پنجشنبې به شل افغانان بیرته خپل هیوادته ستانه کړي.
د دې ایالت د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیرپیل شوی، تراوسه له دوه ملیونه زیات افغانان بیرته خپل هیوادته ستانه کړای شوي دي. د بیان له مخې یوازې له پنجاب ایالت څخه له یونیم لک زیات بې اسناده افغانان ایستل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په وینا ټول هغه افغان اتباع چې په دې ایالت کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، ایستل کیږي. د راپورله مخې په پنجاب کې د بې اسناده کسانو د ساتلو ۳۷ مرکزونه فعال دي چې اوس مهال ۶۹ افغان اتباع پکې ساتل کیږي چې د دوی ۲۰ به یې نن بیرته خپل هیوادته واستول شي.
مرضیه حمیدی د ۲۰۲۶ کال د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه
د افغانستان تکواندو لوبغاړې او د ښځو د حقونو فعالې مرضیه حمیدی د بشري حقونو او ډموکراسۍ لپاره د جینیوا په اتلسمه غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه.
دا جایزه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹ د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د هغې ژمنتیا ته د درناوي په پار ورکړل شوه.
اغلې حمیدي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته فرانسې ته کډه شوې ده.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ښځې په ډېرو دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.
طالبانو همدارنګه له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو راګرځولي او پوهنتونونه یې هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي.
په افغانستان کې ښځې او نجونې ورزشي کلپونو، تفریحي پارکونو او ښځینه حمامونو ته هم له تلو منع شوي او هم نشي کولای چې له محرم پرته لیرې سفرونه وکړي.
سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق تأمین دي.