د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شنبې ورځې ولسمشریزو انتخاباتو ته یې چمتوالی بشپړ کړی دی.
په پام کې ده د راتلونکې شنبې په ورځ (تلې ۶مه) خلک په افغانستان کې د رأی اچونې مرکزونو ته لاړ شي او خپله رایه وکاروي.
د ټاکنو کمېسیون رئیسې حوا علم نورستاني نن (تلې درېیمه) په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ټولو ولایتونو ته حساس او غیر حساس مواد رسېدلي دي.
آغلې نورستاني وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه څه چې د قانون له مخې مکلفیت لري، هغه یې په ښه توګه سر ته رسولي. ۳۴ ولایتونو ته د حساسو موادو انتقال، د کارکوونکو استخدام، بیومټریک دستګاوې چې په حساسو موادو کې راځي او غیرحساس ټول مواد ولایتونو ته انتقال شوي دي."
هغې یو ځل بیا د شفافو انتخاباتو ډاډ ورکړ او په شرایطو له برابرو افغانانو یې وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
د دغه کمېسیون چارواکي وايي، په ۲۱ ولایتونو کې په ۴۵۰ مرکزونو کې چې ښځې چمتو وشوې، نارینه کارکوونکي په دندو ګومارل شوي.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ۵۳۷۳ مرکزونو له ډلې یې ۴۳۱ مرکزونه، د لوړ امنیتي ګواښ، د نفوسو کموالی او یا د لرې والي له امله تړلي پاتې دي.
د دغه وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات خبریالانو ته وویل چې دا مهال امنیتي ځواکونه د رأی اچونې ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت خوندي کولای شي.
ښاغلي سادات د انتخاباتو ورځې د امنیتي ننګونو په اړه وویل: "ګواښونه په دریو ګټګوریو کې ارزول شوي، لوړ، متوسط او کم. دا د دې معنی نه لري چې مرکزونه سل په سلو کې تړل کیږي. د کشفي او اوپراتیفي راپورنو په اساس، د لوړ ګواښ مرکزونه په دې معنی دي چې په هغه سیمه کې د دښمن فعالیتونه شته. موږ لوړ ګواښونو ته زیات تدابیر نیولي. ځواکونه مو زیات کړي. هوايي فعالیتونه مو هلته زیات کړي."
- نن په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین وروستۍ ورځ ده
- د ولسمشریزو ټاکنو د روڼتیا په اړه اندېښنې، ځینو کاندیدانو یې ځنډول غوښتي
- کندز ښاریان: که امنیت ډاډمن نه شي، خلک ټاکنو کې رایه نه ورکوي
د دغه کمېسیون د درالانشا رئیس وايي، له مهالویش سره سم، تراوسه ۹۴ ولسوالیو ته ځمکې او ۹۳ ولسوالیو ته د هوا له لارې مواد انتقال شوي او له انتخاباتو یوه ورځ وړاندې به ټولو مرکزونو ته انتخاباتي مواد ورسول شي.
نن په افغانستان کې د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین وروستۍ ورځ ده. د ټاکنو قانون له مخې، انتخاباتي کمپاین باید د ټاکنو له ورځې ۲۴ ساعته مخکې بند شي.