د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

نن په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین وروستۍ ورځ ده


د افغانستان د ټاکنو په قانون کې د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاین موده دوه میاشتې ده.
د افغانستان د ټاکنو په قانون کې د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاین موده دوه میاشتې ده.

په افغانستان کې د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاین دوه میاشتنۍ موده نن پای ته رسېږي.

د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې ټاکنیز کمپاین باید د انتخاباتو له ورځې ۴۸ ساعته وړاندې ودرول شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل، که د سکوت په دوره کې د نوماندانو له خوا کمپاین ترسره شي، د کمیسون له خوا به ورسره قانوني چلند وشي.

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره اتلس کسان نوماند وو چې دوه تنه زلمی رسول او شیدا محمد ابدالي تر اوسه د اوسني ولسمشر او کاندید محمد اشرف غني په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تېر شول.

بل کاندید محمد حنیف اتمر هم پرون وویل چې د میزان ۶مې په انتخابات کې به ګډون ونه کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون چارواکي دغو انتخاباتو ته د بشپړ چمتوالي خبره کوي او امنیتي ادارو هم د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.

ددغه کمیسیون د چارواکو په وینا، په پام کې ده د راتلونکې شنبې په ورځ (میزان ۶مه) په ټول افغانستان کې رأی ورکونه د سهار په اوو بجو پيل شي.

XS
SM
MD
LG