د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د ولسمشریزو ټاکنو د روڼتیا په اړه اندېښنې، ځینو کاندیدانو یې ځنډول غوښتي


د ولسمشرۍ کاندیدانو شورا ویلي، د قانوني معیارونو خلاف، مهندسي شوې او له درغلیو ډکې ټاکنې، ډیموکراسۍ او ثبات ته د هیله مندو میلیونو کسانو پر برخلیک لوبې کوي او بحران راولي.
د ولسمشرۍ کاندیدانو شورا ویلي، د قانوني معیارونو خلاف، مهندسي شوې او له درغلیو ډکې ټاکنې، ډیموکراسۍ او ثبات ته د هیله مندو میلیونو کسانو پر برخلیک لوبې کوي او بحران راولي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا ویلي، ټاکنو خپلواک کمیسیون د رڼو او منلو وړ انتخاباتو ترسره کولو ظرفیت نه لري او دا بهیر باید تر یوه "مناسب فرصت" پورې وځنډول شي.

دغې شورا نن دوشنبه (میزان لومړی) یوه اعلامیه کې ویلي چې د قانوني معیارونو خلاف، مهندسي شوې او له درغلیو ډکې ټاکنې، ډیموکراسۍ او ثبات ته د هیله مندو میلیونو کسانو پر برخلیک لوبې کوي او بحران راولي.

پر دغې اعلامیې د ولسمشرۍ د ۱۸ کاندیدانو له ډلې نهو کسانو احمدولي مسعود، ابراهیم الکوزي، رحمت الله نبیل، شهاب حکیمي، عنایت الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، عبداللطیف پدرام، نور رحمان لېوال او نورالحق علومي لاسلیکونه کړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د "ټاکنو کمیسیون د ټاکنو ترسره کولو لپاره لازم ظرفیت او چمتووالی نه لري او د دولتي ټیمونو تر فشار لاندې د خپلې کمزورتیا اړوند حقایق پټوي."

دغو کاندیدنو ادعا کړې، "د ټاکنو کمیسیون عمده برخې د مشخصو انتخاباتي ډلو په امر کار کوي" او پرته له دې چې ولسمشر او اجراییه رییس نوم واخلي هغوی یې د دولتي امکاناتو په ناوړه کارونې تورن کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا په دغه هېواد کې ناامنیو ته په اشارې ویلي چې امنیتي چارواکي د نسبي امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي او دا لامل کېږي چې د انتخاباتو اساسي رکن چې سراسري والی دی، تر پوښتنې لاندې لاړ شي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي چې تل یې د پلوۍ تورونه رد کړي وایي چې د ټاکنو د نېټې بدلول له امکانه لرې ده.

ددغه کمیسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل: "اوس د ټاکنو د ځنډ لپاره هېڅ موجه دلایل نه لیدل کېږي. کمیسیون تخنیکي چارې بشپړې کړي، پوره چمتو دی چې د میزان په شپږمه انتخابات ترسره کړي."

په ورته وخت کې کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د ټاکنو په روان بهیر کې نیمګړتیاوو ته ګوته نیولې.

د امریکا سفارت پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: "د امنیت، برابر فرصت نشتوالي او درغلۍ په اړه له ډېر شمېر شکایتونو ناراحته یو. له ټولو نوماندانو غواړو چې د ټاکنو کمیسیون رفتاري اصول مراعات کړي او په افغانستان کې د ډیموکراسۍ بهیر ته درناوی وکړي. "

د امریکا سفارت د افغانستان له امنیتي او انتخاباتي ادارو غوښتي چې د خوندي او رڼو انتخاباتو د ډاډمنتیا لپاره چې د افغانستان خلکو ته د اعتبار وړ وي، ټول ممکن تدابیر ونیسي.

"د ټاکنو کمزوری مدیریت"

بلخوا د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وایي، د ۳۶۴ ولسوالیو له ډلې یوازې ۱۴۰ ولسوالیو ته حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد رسېدلي، خو د خراب امنیتي وضعیت له کبله تراوسه د رایې اچونې مرکزونو ته نه دي لېږل شوي.

ددغه کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي، که کورنیو چارو وزارت د ټاکنو بهیر د بشپړ امنیت ډاډ ورنه کړي ښايي د ټاکنو ترسره کېدل له یو شمېر ستونزو سره مخامخ شي.

ښاغلي سادات وویل د کورنیو چارو وزارت تراوسه دوی ته د رأی اچونې مرکزونو وروستی لیست نه دی سپارلی.
ښاغلي سادات وویل د کورنیو چارو وزارت تراوسه دوی ته د رأی اچونې مرکزونو وروستی لیست نه دی سپارلی.

ښاغلي سادات وویل چې لا هم د کورنیو چارو وزارت دوی ته د رأی اچونې مرکزونو وروستی لیست نه دی سپارلی او دوی آن ددغو مرکزونو کارکوونکو ته روزنه هم نه ده ورکړې.

هغه وویل: "د ۵۳۷۳ مرکزونو له ‌ډلې چې کورنیو چارو وزارت یې د امنیت نیولو ژمنه کړې وه، باید اوس ډاډ ورکړل شي چې له دې په څومره هغو کې ټاکنې کېږي، ترڅو موږ پوه شو او خپل نور پروګرامونه عملي کړو. "

خو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دوی د ۴۹۴۲ مرکزونو لیست د ټاکنو له کمیسیون سره شریک کړی او د امنیت لپاره یې بشپړ چمتووالی لري.

ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، یوازې ۲۳ ولسوالیو کې چې هلته د حکومت مخالفین دي، ټاکنې نه کېږي.

خو پر ټاکنو د څار بنسټونه بیا د ټاکنو پر کمېسیون له دې کبله نیوکه کوي چې د ضعیف مدیریت او نه همغږۍ له کبله له خپلو چارو زیات وروسته پاتې دي.

ددوی په خبره، اوسمهال باید ټولو ولسوالیو ته د حساسو او غیر حساسو ټاکنیزو موادو د لېږد بهیر بشپړ او کارکوونکو ته هم روزنه ورکړل شوې وای.

پر ټاکنو د څار بنسټونه اندېښنه ښيي چې د دې وضعیت په دوام سره ښايي ټاکنې په خپل وخت ونه شي.

ټاکنې او د بحران اندېښنې

بلخوا نن د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاستوالو ویلي چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د بحران ډېرېدو لامل کېږي.

په داسې حال کې چې ټاکنو ته څلور ورځې پاتې دي، حامد کرزي، عطا محمد نور، اسماعیل خان، محمد یونس قانوني، د طالبانو رژیم د مالیې وزیر معتصم اغاجان او یو شمېر نورو سیاسي څېرو په یوې ګډې بیانیې کې د ټاکنو پر پایلو اندېښنه ښوولې او د سولې پر لومړیتوب یې ټینګار کړی دی.

دوی ویلي چې د سولې بهیر او له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د یوه پراخ جریان رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاستوالو ویلي چې ولسمشریزې ټاکنې د بحران ډېرېدو لامل کېږي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاستوالو ویلي چې ولسمشریزې ټاکنې د بحران ډېرېدو لامل کېږي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ټاکنو ترسره کېدل ښايي د شدید سیاسي بحران لامل شي.

دوی ویلي، "ّپه داسې حال کې چې مالکیت او رهبري یې د افغانستان د خلکو په لاس کې نه ده" او "شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدو ته سیاسي او امنیتي شرایط برابر نه دي"، د ټاکنو ترسره کول لا ژورو سیاسي او ټولنیزو بحرانونو ته لاره هواروي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ د سپټمبر په نهمه د یوه امریکايي سرتېري د وژل کېدو په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل.

دغو سیاستوالو په خپله بیانیه کې له واشنګټن څخه غوښتي چې طالبانو سره خبرې له سره پیل کړي.

XS
SM
MD
LG