د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د انتخاباتو کمېسیون: په یو شمېر ولسوالیو کې د ښځو په استخدام کې ستونزې لرو


د راتلونکې شنبې په ورځ به هغه افغانان چې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي، د ولسمشر د ټاکلو لپاره رأیه ورکوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسون ویاند ذبیح سادات پرون د سپټمبر په ۲۱مه ازادي راډیو ته وویل چې په یو شمېر ولسوالیو کې د ښځو په استخدام کې ستونزې لري، ځکه ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسون ویاند ذبیح سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسون ویاند ذبیح سادات

ذبیح سادات زیاته کړه: متاسفانه، په هغو سيمو کې چې ښځې په دې ملي پروسه کې د کار اجازه نه لري، کمېسیون پرېکړه وکړه چې له هرې ښځې سره به د هغې محرم هم د کار کولو لپاره جذبېږي، په دې ډول موږ تمه لرو چې دا خڼډ له منځه ولاړ شي.

د افغانستان د حکومت د پرېکړې پر اساس، دا وار په انتخاباتي مرکزونو کې پرمختللي ماشینونه د رأيې ورکوونکو بایومټریک معلومات ثبتوي.

د ټاکنو د شفافیت لپاره به د رأیې ورکوونکو د ګوتې نښه، د سترګو عکس او د مخ عکس اخیستل کېږي.

دې مسئلې یو شمېر ښځو ته اندېښنه پېدا کړې وه چې کورنۍ ښايي د عکس اخیستلو اجازه ور نه کړي.

یو شمېر ښځو د ځان د ټولنیز امنیت له امله هم اندېښنه درلوده.

د دې ستونزې د حل لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړه وکړه چې د ښځو په مرکزونو کې به ښځې کار کوي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د غیر دولتي ادارې مشر یوسف رشید وویل چې کمېسيون د انتخاباتو د ورځې لپاره د ښځینه او نارینه کارکوونکو په استخدام کې ستونزې لري.

یوسف رشید پرون ازادي راډیو ته وویل: د استخدام روند متاسفانه په ځینو سیمو کې د ښځو په برخه کې ستونزې لري، په ځينو سیمو کې نارینه هم د امنیت د خرابوالي له امله له دندې لېري شوي، دا ستونزه ده د کمېسون لپاره، په ځینو سیمو کې چې امنیت خراب دی، حتی څارونکي د کار کولو ته تیار نه دي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ادارې اجرائیوي مشر یوسف رشید
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ادارې اجرائیوي مشر یوسف رشید

د یوسف رشید په وینا، د انتخاباتي کارکوونکو استخدام، روزنه، د څارونکو استخدام او د امنیت کمزورتیا د کمېسيون لپاره اساسي ستونزې دي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند ذبیح سادات وویل چې په ډېرو سیمو کې يې د استخدام پروسه بشپړه کړې ده.

ذبیح سادات زیاته کړه: موږ له ملایانو، د ښځو چارو له ریاستونو او له نورو د ښځو د فعالو بنسټونو سره مو دا ستونزه شریکه کړې، څو د دې ستونزې د حل لپاره مرسته وکړي، په کمو سیمو کې موږ دا ستونزه لرو، په ډېرو ولایتونو کې زموږ د استخدام چارې بشپړې شوې، کارکوونکي روزل شوي او د میزان شپږمې ته بشپړ تیاری لرو چې ټاکنې ترسره کړو.

د رپوټونو پر اساس، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول، د ټولو رأیه ورکوونکو ۳۳ فیصده ښځې وې.

په افغانستان کې د رأیې ورکولو په شرایطو د برابرو وګړو دقیق شمېر نه دی څرګند، ځکه په وروستیو کلونو کې د وګړو دقیقه سرشمېرنه نه ده شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې نهه ميلیونه او ۶۶۵ زره کسانو چې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر وو، نومونه ثبت کړي.

په دې کې ۳ ميلیونه او ۳۳۴ زره ښځې دي.

XS
SM
MD
LG