د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هدف له طالبانو سره خبرې کوي، وایي متحده ایالات یوازې د دې لپاره هڅه نهکوي چې پهدې هېواد کې له دغې تر ټولو اوږدې جګړې ځان خلاص کړي، بلکې د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره خبرې چې ښځې به هم پهکې ناستې وي، مخ ته وړي.
زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې د یوه ویډیو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې یوې غونډې ته چې ډېرې پوښتنې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د ښځو د ونډې او د دوی د غوښتنو د اورېدو پر مسئلو څرخېدې، وکړې.
موږ غواړو له افغانستانه له وتلو وروسته یو ډېر ښه میراث پریږدو.
د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې خلیلزاد له قطره چې د روانۍ اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د طالبانو د استازیو په ګډون د بین الافغاني خبرو کوربه و، دغې غونډې ته له طالبانو سره د سولې د ترسره شویو خبرو په اړه رڼا اچوله او د هغوی پوښتنې یې ځوابولې.
د واشنګټن د غونډې برخهوالو سره ډیره اندیښنه له دې پلوه وه چې له ښځو سره اندیښنې شته چې له طالبانو سره د سولې هر تړون ښايي دوی له هغو لاسته راوړنو بې برخې کړي چې په تېرو څو کلونو کې یې ترلاسه کړي او وضعیت بېرته د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ دورې ته وګرځي.
خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار وکړ چې موږ غواړو له افغانستانه له وتلو وروسته یو ډېر ښه میراث پریږدو.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې موږ یوازې له دغې لانجې د وتلو لپاره هڅه نه کوو او یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره تړون نهکوو، بلکې موږ د سولې یو تړون غواړو. موږ له افغانستان سره د اوږدمهاله اړیکو او شراکت غوښتونکي یو.
طالبانو تراوسه د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده او هغه یو لاسپوڅۍ حکومت بولي.
د دې غونډي د پای په پریکړهلیک کې ویل شوي چې له جګړې وروسته د افغانستان نظام باید پر شریعت ولاړ وي او د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځو حقونه خوندي او دا یقیني کړي چې ټول قومونه مساوي حقوق ولري.
د واشنګټن د جورج ټاون په پوهنتون کې د غونډې یوه برخهواله هم د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز وه.
مېرمن ولز چې تراوسه یې څو ځلي له طالبانو سره کتلي، وویل، د افغانستان اوسنی یا راتلونکی حکومت دې د نړیوالو مرسته کوونکو پر ملاتړ حساب نهکوي، که افغان ښځې تر فشار لاندې راولي، حقونه یې محدود کړي یا هم هغوی د ټولنې دوهمه طبقه قشر وبولي.
- دا چې له طالبانو سره په خبرو کې څومره پرمختګ شوی؟
خلیلزاد وویل چې د سولې په خبرو کې د ټولو څلور شاملو موضوعاتو:
- د ترورېزم پر ضد د مبارزې د ضمانت.
- د نړیوالو ځواکونو د وتلو.
- په بینالافغاني خبرو کې ګډون.
- او د یوه پراخ او دوامدار اوربند په برخو کې بنسټیز پرمختګ شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد د خبرو وروستی پړاو تر ټولو اغېزمن او ګټور بللی او هیله یې ښودلې چې دغه خبرې د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې مؤثره نتیجه ورکړي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي و چې دی هیله من دی چې تر دغې نېټې مخکې له طالبانو سره د سولې یو تړون وشي.
طالبانو هم له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې ده.
په امریکا کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه سفیرې رویا رحماني د سولي هیله وښوده، خو دا یي وویل چې تراوسه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې نهدي پیل شوي.
هغې د سولې د پروسې د پرمخ بیولو پر وړاندې د سختو خبرو اترو وړاندوینه وکړه او ویې ویل چې هره موافقه چې کېږي، هغه به دې ته اړتیا ولري چې یو پیاوړي مرکزي حکومت یې عملي کړي.
د سولې روانو خبرو په تېره بیا له ښځو سره خوشبیني او اندیښنې زیاتې کړي دي.
غزال حارث چې د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې استاده دا ده او له کابله یې د سکایپ له لارې خبرې کولې وویل چې طالبان باید د ښځو او اقلیتونو چې د افغانستان اوسني اساسي قانون خوندي کړي، د حقونو د ساتنې ضمانت وکړي.
د قطر د بینالافغاني خبرو یوې ګډونوالې اصیله وردګ وویل، داسې ښکاري چې طالبان اوس د ښځو په اړه د پخوا خلاف یو پرمختللی نظر لري، خو دا وایي چې تراوسه دې ته اندیښمنه ده چې ښايي طالبان خپله سخت دریځه ایدیالوژي بدله نهکړي.
وردګ چې وایي، د لومړي ځل لپاره یې په دوحه کې له طالبانو سره ولیدل وایي، دوی له موږ سره روغ بړ وکړ، خو لاس یې رانهکړ.