د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

پوتزل: د بين‌الافغاني غونډې بله مرحله به هر اړخېزه او له لاسته راوړنو ډکه وي


د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتزل په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست وزير صلاح الدين رباني سره
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتزل په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست وزير صلاح الدين رباني سره

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړى استازى وايي، په قطر کې «بين‌الافغاني» غونډه د ښکېلو لوريو ترمنځ د اعتماد جوړونې مرحله وه.

مارکوس پوتزل ويلي چې د بين‌الافغاني غونډې بله مرحله به تر ډېره هر اړخېزه او له لاسته راوړنو ډکه وي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي دا خبره پرون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست وزير صلاح الدين رباني سره په کتنه کې کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې ښاغلي پوتزل بين الافغاني غونډه چې په دوحه کې د جرمني او قطر په کوربه‌توب وشوه، د قناعت وړ وبلله.

دغه غونډه تېره يکشنبه او دوشنبه وشوه چې په اتو مادو کې د يوه ګډ پرېکړه‌ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده.

په غونډه کې د طالبانو ۱۷ استازو او له کابله یو ۵۳ کسیز پلاوي ګډون کړی و چې حکومتي چارواکي، د ملي شورا او مدني ټولنو ځینې غړي، سياستوال، د رسنیو استازي او ځينې ښځينه فعالانې په کې شامل وو.

XS
SM
MD
LG