پاکستاني چارواکي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد نن په اسلاماباد کې د افغانستان د سولې پر روان بهیر خبرې کوي.
ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد به پاکستان ته د سفر پر مهال له یو شمېر ملکي او پوځي چاروکو سره هم جلا لیدنې ولري.
په دې اړه نور: خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتلپاکستاني رسنیو ویلي چې له ښاغلي خلیلزاد سره د کتونکي پاکستاني پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه کوي.
فرانس پرېس خبري اژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې ښاغلي خلیلزاد د جمعې ورځې په لومړیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون د ځینو نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.
پاکستان وایي، دوی د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوي او د وسلهوالو طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره زمینه مساعدوي.
زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې پنځه ورځې په افغانستان کې تېرې کړي او په کابل کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون یې د نورو لوړ پوړو چارواکو او هم د مدني ټولنو له فعالینو او نورو سیاسي څېرو سره ولیدل او هغوی ته یې وویل چې دوی به د سولې په راتلونکو خبرو کې شامل وي.
پهخپله زلمي خلیلزاد هم د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه له افغانانو سره خپلې لیدنې رغوونکي وبللې.
نوموړي لیکلي چې تمه لري په راتلونکي کې دغه ټول لوري مهم کار ته په ګډه دوام ورکړي.
Always good to field tough questions from the next generation. Speaking with young people from #Sheberghan, #Bamian & #Charikar, they made clear they want to be involved in the #AfghanPeaceProcess, deserve security and are determined to build on the progress of the last 18 years. pic.twitter.com/FTM7A5YLua
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) April 4, 2019
د راپورونو له مخې خلیلزاد د بامیان، جوزجان او پروان ولایتونو له ځوانانو سره په ویډیویې کنفرانس کې ویلي چې د سولې پر احتمالي موافقې سربېره باید د افغانستان او پاکستان تر منځ هم داسې توافق وشي چې له مخې یې پاکستان په افغانستان کې رغوونکی رول ولوبوي.
خلیلزاد وړاندې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې هم دې ته اشاره کړې او ویلي یې و چې ستونزې شته، خو زما په فکر دا به عادلانه وي چې ووایو پاکستان مثبت ګامونه اخېستې دي، خو باید نور څه هم وکړي.
خلیلزاد او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوا هم په ډاګه ویلي وو چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې دوه مخی رول لوبوي او رښتینې همکاري یې نهده کړې.
امریکا، افغان حکومت او د دوی متحدین وايي چې پاکستان له ډېره وخته ګڼې ترورېستي ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او د افغان طالبانو مشران هم د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې مېشت دي، خو اسلاماباد دا تورونه ردوي.