عزیز احمد تسل: د ملکي تلفاتو په اړه د ولسمشر فرمانونو ته پام نه‌دی شوی

ارشیف، په ننګرهار کې د یو تن وژل شوي افغان ملکي جست تر سترګو کېږي

په افغانستان کې د ملکي خلکو تلفاتو یو ځل بیا اندېښنې راپاورلي دي.

د ملکي خلکو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډله وايي، د جګړې د ښکېلو غاړو له‌خوا د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي په اړه غوښتنو ته پاملرنه نه‌ده شوې.

د دغې ډلې رئیس عزیز احمد تسل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» ازادي راډیو ته وویل چې ان افغان او بهرنیو ځواکونو په‌دې اړه د ولسمشر فرمانونو ته هم پام نه‌دی کړی.

ښاغلي تسل زیاته کړه:

"نه دا چې یوازې زموږ غوښتنو ته په‌دې برخه کې پام نه‌دی شوی، بلکې د ولسمشر فرمانونونه ته هم په‌دې اړه د افغان امنیتي بنسټونو او بهرنیو ځواکونو پاملرنه نه‌ده کړې، موږ په مارچ میاشت کې د پام وړ ملکي تلفات درلودل، طالبانو هم اعلامیې خپرې کړې خو د هغوی له‌خوا هم په‌دې برخه کې لازمه پاملرنه نه‌ده شوې."

د ملکي خلکو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې د ډلې مشر عزیز احمد تسل، ازادي راډیو سره په مرکه کې

ښاغلی تسل وايي چې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې ۱۸۴ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د نوموړي په خبره تېره میاشت ۱۰۶ ملکیان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي وو.

په دې اړه نور:

دفاع وزارت: د مخالفینو پرضد جګړه کې په ۷ مهمو برخو کې بدلونونه راولو

د ملکي خلکو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډله وايي، ۵۴ ماشومان او ۲۷ ښځې هم په وژل شویو او ټپیانو کې شاملې دي.

دغه ډله دا هم وايي چې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې ډیری تلفات ملکي خلکو ته په کابل، ننګرهار، هلمند او کندز ولایتونو کې رسېدلي دي.

د دغې ډلې د معلوماتو پر بنسټ دغه تلفات ملکیانو ته د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي او د شپې په عملیاتو او دغه شان د طالبانو او داعش ډلې په انتحاري حملو کې اوښتي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست په‌دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه او د بیا بیا هڅو با وجود ازادي راډیو ونه توانېده چې د دغه وزارت د ویاند نظر هم واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني وايي، د استخبارتي پلانونو د تطبیق په برخه کې بې غوري د ملکیانو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

نوموړی وايي:

"ستونزې ټولې په استخباراتي مسایلو کې دي، باید د سمو اطلاعاتو په برخه کې کار وشي، باید د شپې له عملیاتو او بمبارۍ مخکې محلونه سم تثبیت شي، خو له بده مرغه په‌دې برخه کې بې غوري کېږي، که په‌دې برخه کې هم‌غږي او زیات کار وشي بې له شکه چې د ملکیانو له تلفاتو مخنیوی کېږي."

مخکې تر دې ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د ملکیانو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې هڅه وکړي.

ولسمشر غني هم څه موده مخکې په‌دې اړه د اندېښو تر څرګندونو وروسته وویل چې عملیاتو کې د ملکيانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

افغان حکومت او طالبانو مخکې تردې په وار- وار دا ژمنه کړې چې د جګړې پر مهال به د ملکیانو خوندیتوب ته ډېر پام کوي، خو د ملکي خلکو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډله وايي چې دا ژمنې نه‌دي عملي شوي.