د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۲

د بشري حقونو کمېسیون: حکومت دې پوځي او ملکي اهداف بېل او عملیاتو کې دقت وکړي


په ۲۰م د نومبر ۲۰۱۸کال کې هغه ټپي کس چې روغتون ته لېږدول کېږي
په ۲۰م د نومبر ۲۰۱۸کال کې هغه ټپي کس چې روغتون ته لېږدول کېږي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه.

د دې کمېسون ویاند بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې حکومتي ځواکونه باید پوځي او ملکي اهداف بېل کړي او په عملیاتو کې دقت وکړي.

هغه وړاندیز وکړ چې حکومت غفلت کوونکي مجازات کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

بلال صدیقي پرون، د مارچ په شپاړسمه، ازادي راډیو ته وویل:

"هغوی باید ملکي خلک له پوځيانو، ملکي سیمې له پوځي محلونو تفکیک کړي. متأسفانه، دوی یو کور بمباروي چې هلته ښځې او ماشومان وژل کېږي، یو بل کار چې حکومت یې کولای شي دا دی چې له هغو کسانو سره جدي برخورد وشي چې د ملکي تلفاتو سبب کېږي."

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړي علي اکبر قاسمي هم ورته نظر څرګند کړ.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"امنیتي ځواکونه باید عملیات د دقیقو معلوماتو پر اساس وکړي او داسې ونه شي چې ځینې کسان د سیمه‌یيزو رقابتونو او ستونزو پر اساس ناسم معلومات ورکړي او زموږ امنیتي ځواکونه عمل ورباندې وکړي."

قاسمي وویل چې وسله‌وال طالبان له ملکي وګړو د انساني سپر په توګه کار اخلي.

د افغانستان ولسمشر پرون د مارچ په شپاړسمه په ارګ کې د امنیتي ارګانونو د مشرانو سره د ملکي تلفاتو د مخنیوي پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

د ارګ خبرپانه وايي چې د امنیتي ادارو مشرانو او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي طرحه ولسمشر ته وسپارله.

په خبرپانه کې د ولسمشر ته د وړاندې شوې طرحې جزئیات نه‌دي څرګند شوي.

ولسمشر غني تر دې مخکې ویلي و چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو شمېر به صفر کړي، خو په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یا یوناما د مارچ په څوارلسمه د ابتدايي څېړنو پر اساس وویل چې د مارچ په اتمه او نهمه نېټه د افغانستان د حکومت د پلویانو ځواکونو په درېیو عملیاتو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي وو.

یوناما وویل چې دا عملیات په ننګرهار، میدان وردګ او پکتیکا کې شوي وو.

د یوناما د خبرپاڼې په حواله، یوازې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې دیارلس ښځې او ماشومان د مارچ په اتمه وژل شوي وو.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون د امنیتي ادارو مشرانو ته سپارښتنه کړې چې د ټولو داسې پېښو په اړه تحقیق وکړي او جزئیات یې ورسره شریک کړي چې د ملکي تلفاتو ادعا په کې شوې ده.

دوه تنه د یوه وژل شوي جسد په لیږد کې لیدل کیږي کله چې په اووم دمارچ ۲۰۱۹میلادي کال کې په کابل راکټي حمله وشوه
دوه تنه د یوه وژل شوي جسد په لیږد کې لیدل کیږي کله چې په اووم دمارچ ۲۰۱۹میلادي کال کې په کابل راکټي حمله وشوه

په خبرپانه کې ویل شوي چې د حکومت رهبري د ملکي تلفاتو په اړه د معلوماتو نشتوالی نه‌شي منلای.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یا یوناما د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د ملکي مصؤنیت کلنۍ رپوټ خپور کړ.

د رپوټ له مخې، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ۳۸۰۰ زیات ملکي وګړي چې په هغه کې ۹۲۷ ماشومان هم وو، وژل شوي او تر ۷۱۰۰ زیات افغانان په جګړه کې زخميان شوي دي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وايي چې د افغانستان حکومت پلوي ځواکونه د ملکي تلفاتو د ۲۴ فیصده مسؤل دی.

د رپوټ پر اساس، د ملکي تلفاتو مسؤلیت په سلو کې ۱۴ د افغانستان امنیتي ځواکونو او په سلو کې شپږ نړیوالو قواوو ته ور اوړي.

همدا راز په سلو کې اوه دېرش ملکي تلفات د طالبانو، په سلو کې شل د داعش د خراسان ډلې او په سلو کې شپږ د نورو غیر مسؤلو وسله‌والو ډلو په حملو کې پېښ شوي دي.

XS
SM
MD
LG