د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

په امنیتي برخه کې افغانستان تېر ۱۳۹۷ کال یو مرګونی کال تر شا پرېښود


ارشیف، په جلال اباد کې پر یوه خصوصي شرکت د برید د ټپیانو یو انځور
ارشیف، په جلال اباد کې پر یوه خصوصي شرکت د برید د ټپیانو یو انځور

تېر لمریز کال له امنیتي پلوه د افغانستان لپاره له لوړو ژورو، ستونزو او کړاونو ډک کال و.

په خونړیو انتحاري حملو کې د ملکیانو مرګ ژوبله، مخامخ جګړې، هوايي حملې، ماین چاودنې او همدا شان په یو شمېر سیمو کې د وسله والو مخالفینو حملې د دې کال عمده امنیتي پېښې بلل کېږي.

په دې کال کې افغان امنیتي ځواکونو بېلابېل عملیات ترسره کړل چې د افغان چارواکو په وینا، وسله والو مخالفینو ته يې درانه تلفات واړول.

هغه څه چې د افغانستان دفاع وزارت يې وايي، د ۱۳۹۷ لمریز کال په اوږدو کې ملي اردو له ۱۵۰ ډېر عملیات پلان کړي او اجرا کړي چې له امله يې وسله والو طالبانو او داعش ډلې ته درانه تلفات اړول شوي دي.

د دې وزارت د ستراتیژیکو اړیکو رئیس غفور احمد جاوېد ازادي راډيو ته وویل:

د افغانستان د دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو رئیس غفور احمد جاوېد
د افغانستان د دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو رئیس غفور احمد جاوېد

"په ۱۳۹۷ کال کې موږ ډېر ښه عملیات درلودل چې پایلې يې هم ښې وې، موږ په دې کال کې هره ورځ ۸۵ کومانډویي دندې درلودې، همدا شان سلګونه هوايي حملې وشوې چې دښمن ته په کې زیات زیان ورسېد، یوازې د ژمنیو عملیاتو په لړ کې د وسله والو مخالفینو سیمه ییز قوماندانان، ولسوالان، تش په نوم والیان او د سرې قطعې مسؤلین له منځه یوړل شول."

ښاغلی جاوېد زیاتوي، د دې کال په اوږدو کې زرګونه کیلو ګرامه مخدره مواد کشف او ضبط شوي او همداشان د مخدره موادو د تولید یو شمېر فابریکې له منځه وړل شوي دي.

د ده په خبره، همداشان د ننګرهار د غني خېل، اچین، بهسود، کوټ، بټي کوټ ولسوالۍ، د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د افغانیه سیمه، د بلخ چهاربولک، د بادغیس اب کمري، میدان وردګ ولایت، د کندز خان اباد او د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ د طالبانو او داعشیانو له وجوده پاکې شوې دي.

د دفاع وزارت چارواکي همداشان وايي چې د فاریاب او فراه ولایتونو په یو شمېر سیمو کې د وسله والو مخالفینو ګواښونه هم له منځه وړل شوي دي.

د دې وزارت د ستراتیژيکو اړیکو مسؤل غفور احمد جاوېد وايي چې د دې کال په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو په پټنځایونو نږدې ۳۰۰۰ هوايي حملې هم شوي دي.

دفاع وزارت په دې کال کې د وژل شویو وسله والو مخالفینو شمېر ۱۹ زره او د ټپيانو شمېر ۹ زره تنه ښايي.

ارشیف، په فاریاب کې د هوایي برید یو انځور
ارشیف، په فاریاب کې د هوایي برید یو انځور

د دې وزارت چارواکي همداشان ادعا کوي چې په دې کال کې ترورېستي ډلو له زرو ډېرې حملې کړې چې ډېری يې شنډې شوې دي.

که څه هم د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې کال د د ملکیانو او افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د شمېرو په اړه څه نه وايي، خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سویس په داووس اقتصادي غونډه کې یو امریکايي خبریال ته ویلي وو چې له ۲۰۱۴ میلادي راهیسي ۴۵ زره افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

په همدې حال کې بیا طالبانو ادعا کړې چې په امنیتي ځواکونونو يې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې له لس زره او شپږ سوه ډېرې لويې او وړې حملې کړي دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې چې په دې کال کې يې له ۲۰ زره ډېرو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله رسولې، خو دغه ادعا د افغانستان دفاع وزارت رد کړې ده.

لکه څنګه چې ۱۳۹۷ کال د افغانانو لپاره خونړی بلل شوی، په بېلابېلو پېښو کې پولیس هم له مخالفو وسله والو سره په جګړه کې اخته وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په دې کال کې له ۷۰ ډېر ځانګړي عملیات کړي او له ۲ زرو په ډېرو ګډو عملیاتو کې يې برخه اخیستې ده.

د دې وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې پولیسو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تېر کال په اوږدو کې ۱۴۲۰ میله بېلابېل ډوله وسلې نیولي او ۳۶۰۰ ماینونه يې خنثا کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي

ده وویل:

"کورنیو چارو وزارت د افغانستان د دښمنانو پر ضد ۲۳۲۳ ګډ عملیات کړي او همدا شان ۷۳ ځانګړي عملیاته شوي چې په پایله کې يې ۹۱۶۱ دښمنانان وژل شوي او ۳۲۳۰ نور ټپيان شوي دي."

همدا شان په دې کال کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو په حملو، انتحاري بریدونو، بمي چاودنو او هوايي بمباریو کې زیات شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په دې کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو ۵۵ انتحاري حملې او نږدي ۲ زره چاودنې شوي دي.

طالبانو یوازې د ۳۲ انتحاري حملو مسؤلیت منلی او د بمي چاودونو د شمېر په اړه څه نه وايي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په تېر کال کې له ۶ زره ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ډلې رئیس عزیز احمد تسل ازادي راډيو ته وویل، کومې شمېرې چې دوی راټولې کړي، وروستۍ او دقیقي نه دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل

دی وایي:

"په تېر کال کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې له ۶ زره ډېر ملکي تلفات ثبت کړي، یوازې ۲۵۰۰ يې شهیدان او پاتې يې ټپيان دي، خو دا شمېرې شاید د ټولو خلکو نه وي، ځکه په افغانستان کې نښلوونکی سېستم او د ملکي وګړو د تلفاتو راجسترېشن ډېر سخت او مغلق دی."

خو د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې چې د حوت د میاشتې په لومړیو کې خپور شو، ښکاره کوي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۸۰۰ ملکیان وژل شوي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په پرتله یولس په سلو کې زیاتوالی ښيي.

په دې راپور کې همدا شان راغلي دي چې په دې کال کې ۷۱۸۹ نور ملکي افغانان ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر معاونیت یا یوناما په خپل خپور شوي راپور کې ویلي، ۶۳ په سلو کې ملکي تلفات د دولت د مخالفو وسله والو له لوري رامنځته شوي چې ۳۷ په سلو کې د طالبانو، ۲۰ په سلو کې د داعش او پاتې ۶ په سلو کې د نورو وسله والو مخلفینو له لوري رامنځته شوي دي.

په دې راپور کې همداشان راغلي چې ۱۴ په سلو کې ملکي تلفات د افغان امنیتي ځواکونو او ۶ په سلو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري رامنځته شوي دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر د دې راپور په غبرګون کې ویلي چې زیات ملکیان د وسله والو مخالفینو په حملو کې زیانمن شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو مشرانو او کلیدي غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د پوځي چارو د کارپوهانو له نظره، ۱۳۹۷ لمریز کال په افغانستان کې د ولسي وګړو، افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو لپاره خونړی بلل کېږي.

ارشیف، په کابل کې د ودونو د یوه هوټل په تالار کې د چاودنې د ټپیانو یو انځور
ارشیف، په کابل کې د ودونو د یوه هوټل په تالار کې د چاودنې د ټپیانو یو انځور

له ډلې يې محمداګل مجاهد وايي، هیله لري چې په راتلونکي لمریز کال کې به جګړه کمه شي او د وینې تویدنې مخه به ونیول شي.

ده زیاته کړه:

"په دې کال کې جګړې له افغانانو لویه قرباني واخیسته، که محاسبه وکړو، نو لسګونه زره کسان وژل شوي، دا یو خونړی کال و، په دې کال کې زیاته وینه تویه شوه، هم په هوايي بمباریو کې ولسي وګړي ووژل شول، هم امنیتي او دفاعي ځواکونو په کې تلفات درلودل او هم وسله والو طالبانو."

په تېر کال کې د افغانستان پر خاوره د حکومت د حاکمیت د فیصدۍ په اړه د افغاستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د سرمفتش ادارې یا سیګار هم څو راپورونه خپاره کړل.

د دې ادارې په وروستي راپور کې راغلي دي چې افغان حکومت د دې هېواد له ۵۵ سلنې څخه په کمه خاوره حاکمیت لري.

خو دا راپور افغان امنیتي ادارو رد کړی او ویلي یې دي چې وسله وال مخالفین د هېواد په یو شمېر سیمو واک لري چې پر ضد يې پوځي عملیات روان دي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG