د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د بشر حقونو کمېسیون: د نوي کال په لومړیو ۵ ورځو کې ۲۳ ملکيان وژل شوي او ۸۰ ټپیان دي


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د نوي کال په لومړیو پنځو ورځو کې ۲۳ ملکي کسان وژل شوي او ۸۰ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه کال په لومړۍ ورځ په کابل ښار کې په درې پرله‌پسې چاودنو کې ۶ ملکي کسان ووژل شول او څه باندې ۲۰ تنه ټپیان شول.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۵» ازادي راډیو ته وویل، ډېری دغه تلفات په کابل، هملند، کندز، فاریاب، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې اوښتي دي.

ده وویل:

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په روان کال کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو شدیده اندېښنه ښيي، د نوي کال په ورځو کې ۱۰۳ ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي او دا ښيي چې په جګړه کې ښکېلې خواوې، بشري حقونو او نړیوالو بشر دوستانه قواعدو ته درناوی نه‌کوي، دغه کال د ملکي کسانو په بوږنوونکو پېښو پیل شو چې د اندېښنې وړ دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه دفتر یوناما د دوشنبې په ورځ ویلي چې د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي کسان په کندز ولایت کې په یوې هوايي حمله کې وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.

یوناما په یوې اعلامیه کې ویلي چې دغه حمله نړیوالو او افغان مرستندویو هوايي ځواکونو د شنبې په شپه ترسره کړې ده.

دغه دفتر وايي، د دغې پېښې ټول وژل شوي ۱۰ ماشومان د یوې کورنۍ وو چې د ناامنیو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي وو.

یوناما پر دغو پېښو او د ملکي کسانو په وژل کېدو اندېښنه ښودلې او له ښکېلو خواو یې غوښتي چې د عملیاتو پر مهال دې د ملکي کسانو ژوند ته پام وکړي.

په لښکرګاه ښار کې د شنبې په ورځ د حامد کرزي په ورزشي لوبغالي کې په دوو چاودنو کې د هملند ولایت د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت وژل شوی او ۴۵ تنه ټپیان شوي دي.

بل‌خوا د بشري حقونو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي، د ملکي کسانو د تلفاتو لامل د بشري حقونو له ملي او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رئیس لعل ګل لعل
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رئیس لعل ګل لعل

​د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رئیس لعل ګل لعل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په جنګ کې ښکېلې خواوې ملي او نړیوالو قوانینو ته درناوی نه‌کوي، کوم نړیوال بنسټونه چې په دې برخه کې مسؤلیت لري، هم دوه مخی چلند کوي، په ښکېلو خواو کې سیاسي اراده نه‌شته، له همدې امله په هېواد کې جنګ له یوې ورځې بلې ته اوږدېږي او ملکي تلفات په‌کې هم ډېرېږي."

ښاغلی لعل وايي، تر هغې چې مجازات او مکافات د یو اصل په توګه ونه‌منل شي او د معافیت فرهنګ پای ته ونه‌رسېږي، د ملکي تلفاتو مخه نه‌نیول کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG