خلیل‌زاد: د سفرونو هدف مې د سولې پروسې د پیل لپاره د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول دي

زلمی خلیل‌زاد د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی وايي، د سیمې هېوادونو ته د وروستیو سفرونو هدف‌یې د افغانستان د سولې د بهیر د پیلولو لپاره د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد هند، متحده عربي اماراتو او چین ته له سفرونو وروسته کابل ته تللی دی.

په دې اړه نور: ډان: خلیل‌زاد به له پاکستاني چارواکو سره ۵ ورځې پر افغان سولې وغږېږي

نوموړي د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» په ماښام په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نور افغان چارواکو او سیاستوالو سره په لیدنه کې وویل چې له کابل وروسته به‌یې سیمه‌ییز سفرونه دوام وکړي.

بل‌خوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده زلمی خلیل‌زاد ډېر ژر اسلام‌اباد ته ورسېږي او د پنځو ورځو لپاره په پاکستان کې د دې هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

ارګ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې زلمي خلیل‌زاد د ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره لیدنه کې هند، چین او اماراتو ته د خپل سفرونو جزئیات شریک کړل او «د سیمې هېوادونو ته‌یې د سفر هدف د افغان سولې پروسې د پیلولو لپاره د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول» وبلل.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیل‌زاد هڅې وستایلې او ویې‌ویل چې په افغانستان کې دننه د سولې د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده.

ارګ وايي، دواړو خواوو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر پر پیل ټینګار وکړ.

د ارګ ویاندویانو د زلمي خلیل‌زاد او افغان چارواکو د بحثونو د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سولې لپاره د سیمې او د نړۍ د هېوادونو هڅې د بل هر وخت په مقایسه زیاتې شوې دي.

آرشیف،د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

په دې اړه نور: د سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کابل ته ورسېد

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ باور همدا دی چې ترورېستي او ترهګرې ډلې یوه افغاني او زموږ کورنۍ مسئله نه‌ده. دا ډلې سیمه‌ییزې او نړیوالې ريښې لري. د یو شریک دښمن په وړاندې، د داسې یو دښمن په وړاندې چې نړیوال اړخونه لري، طبعاً اړتیا ده چې سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع پراخه او پیاوړې شي. له کلونو راهیسې زموږ غږ همدا و چې د ترهګرو ډلو پر ضد باید اجماع رامنځته شي او دا اجماع پیاوړې شي چې له نېکه‌مرغه په‌دې وروستیو کې موږ د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د داسې هڅو شاهدان یو چې مخکې نه‌وې ترسره شوې."

زلمی خلیل‌زاد چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانسان د سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی، تر اوسه‌یې درې ځلې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې کړي او د سیمې هېوادونو ته په پرله‌پسې سفرونو بوخت دی.

په دې اړه نور: امریکا ته د طالبانو خبرداری: له واشنګټن سره به تماسونه پرې کړو

په کابل کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا د حکومت او زلمي خلیل‌زاد هدف د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هوارول دي، څو دوی خپله په افغانستان کې اوسنی کړکېچ پای ته ورسوي.

په تېرو ورځو کې د طالب استازو او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ د یوې بلې دورې خبرو اترو تمه کېده، خو داسې ونه‌شول.

طالبانو تېره اوونۍ وویل، د اجنډا پر سر اختلاف د دې سبب شو چې په قطر کې له امریکايي پلاوي سره ټاکل شوې خبرې لغوه کړي، خو په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپل ټویټر ولیکل چې داسې کومې خبرې پلان کې نه‌وې.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» په ماښام په یوې بلې اعلامیه کې چې ازادي راډیو ته رسېدلې، خبرداری ورکړی چې که امریکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل د خبرو اترو په اصلي موضوع بدل نه‌کړي، له واشنګټن سره به اوسني تماسونه پای ته ورسوي.

د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، د امریکا استازو د قطر د پلازمېنې دوحې په وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د خبرو اترو په راتلونکو پړاونو کې به له افغانستان څخه د دې هېواد د ځواکونو په وتلو بحث وکړي، خو د طالبانو په وینا اوس امریکا د دې بحثونو دوام ته لېوالتیا نه‌ښيي.

ویل کېږي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو او د اوربند پر منلو ټینګار کوي، خو طالبان بیا دا شرطونه نه‌مني او له امریکايي لوري غواړي چې د افغانستان څخه دې د خپلو سرتېرو د وتلو مهال‌وېش اعلان کړي.