افغان علماء د جګړو له دواړو لورو د ځان د خوندیتوب غوښتنه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

څه موده وړاندې په کابل کې د علماوو پر یوې غونډې خونړی برید چې لسګونه کسان‌یې ووژل./ ارشیف

افغان علماء د جګړو له دواړو لورو د ځان د خوندیتوب او د ژوند د حفاظت غوښتنه کوي.

د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر او د حج و اوقافو وزارت مرستیال د جګړې په دواړو لورو غږ وکړ چې د دوی خوندیتوب ته پام وکړي.

عبدالحکیم منیب چې د پنجشنبې په ورځ‌یې «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۸» په کابل کې د افغان دیني علماوو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د دیني علماوو د حفاظت لپاره د افغان حکومت اقدامات کافي نه‌دي.

په دې اړه نور: د خوست غونډه: د سولې بهیر کې دې ۱۷ کلنې لاسته راوړنې نه زیانمنېږي

نوموړي زیاته کړه:

"د قرباني شویو علماوو لپاره د حکومت دا اقدامات کافي نه‌دي، موږ په هر قیمت د جګړې له ښکېلو غاړو د علماوو د حفاظت غوښتنه کوو."

ښاغلي منیب دا هم وویل چې افغان علماء له حکومته ملاتړ کوي، خو په‌دې شرط چې د هېواد ملي ګټې د اسلامي شرعیت په رڼا کې په نظر کې ونیول شي او حکومت هم ورته ژمن وي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په‌دې وروستیو کې پر دیني عالمانو حملې زیاتې شوې دي.

د روان لمریز کال د عقرب په درېیمه نېټه د کابل په چهلستون سیمه کې د کابل د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني په ډژو ووژل شو.

په دې اړه نور: د کورنیو چارو وزارت: د مولوي عبدالبصیر حقاني د وژنې اصلي عامل ونیول شو

تر دغې وژنې بیا درې ورځې مخکې د کابل په قصر اورانوس هوټل کې د دیني عالمانو پر یوې غونډه برید وشو چې ۵۵ تنه په‌کې ووژل شول او ۹۴ نور ټپیان شول.

د دغو دواړو حملو مسؤلیت چا په ځان ونه‌مانه، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د عبدالبصیر حقاني د وژنې اصلي عامل نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي، خو د څېړنو پایلې تر اوسه پورې له رسنیو سره نه‌دي شریک شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه به په انفرادي او مجموعي ډول د دیني عالمانو او مذهبي ځایونو امنیت ټینګ کړي.

نجیب دانش

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د هېواد له جیدو دیني عالمانو سره ناستې درلودلې، په یو پروګرام کار کوو چې څنګه په انفرادي او مجموعي ډول د دیني عالمانو امنیت ټینګ کړو، خبرې شوي او حتماً د حل یو لاره پیدا کوو."

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ازادي راډيو ته په یوه استول شوي پیغام کې لیکلي چې د دوی له لوري دیني علماوو ته مشکل نه‌شته او د طالبانو تر ولکې لاندې مېشت دیني عالمان په امن کې دي.

په کابل د دیني عالمانو دغې جوړې شوې غونډې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په استول شوي وېډیویي پیغام کې په‌دې وروستیو کې په کابل کې دیني علماوو ته پر اوښتو تلفاتو اندېښنه ښودل شوې وه او له دوی غوښتل شوي وو چې له حکومت سره د سولې په پروسه کې پراخه ونډه واخلي.

راپور: فېروزه عزیزي