د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

د کورنیو چارو وزارت: د مولوي عبدالبصیر حقاني د وژنې اصلي عامل ونیول شو


مولوی عبدالبصیر حقاني
مولوی عبدالبصیر حقاني

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د دیني عالمانو شورا د رئیس عبدالبصیر حقاني د قتل په اړه څېړنې پیل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش پرون شنبه د نومبر په ۲۴مه ازادي راډیو ته وویل چې د مولوي عبدالبصیر حقاني د قتل اصلي عامل نیول شوی دی.

نجیب دانش زیاته کړه:

"د پولیسوډلې تر حملې تقریباً ۴۰ دقیقې وروسته پر مولوي صاحب عبدالبصیر حقاني د حملې د اصلي عامل په نیولو بریالۍ شوې، تحقیقات پیل شوي، وبه کتل شي چې د دې حملې تر شا د نورو ترورېستي ډلو لاس دی که کوم بل اړخ لري."

دانش وویل، که ثابته شي چې یو شمېر دیني عالمان له ځانګړي ګواښ سره مخامخ یا په عمدي او مشخص ډول د حملو هدف دي، مرسته ورسره کولای شي.

نجیب دانش
نجیب دانش

​نجیب دانش وویل:

"په ځیني جوماتونو او د مذهبي مراسمو په خاصو ځایونو کې چې خطر و، موږ د خلکو او دیني عالمانو په غوښتنه ځانګړي اقدامات وکړل، خو په انفرادي ډول هم موږ تیار یوو چې د اړتیا په وخت کې همکاري وکړو."

مولوي عبدالبصیر حقاني پرون شنبه د چهل ستون په دهنه باغ سیمه کې په ډزو ووژل شو.

د افغانستان جمهور رئيس د هغه قتل غندلی دی.

په دې اړه له ارګه په خبرپاڼه کې لیکل شوي:

"دا چې ترورېستان پر دیني عالمانو، قاریانو او دیني محفلونو حملې کوي، څرګندوي چې عملاً د دین له مبلغانو او اسلامي ارزښتونو سره په جګړه کې دي."

په خبرپاڼه کې د ولسمشر په حواله لیکلي شوي چې داسې حملې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د دیني عالمانو اراده نه شي کمزورې کولای.

د کابل د دیني عالمانو د شورا پر مشر تر پرونۍ مرګونې حملې درې ورځې مخکې، د کابل په قصر اورانوس هوټل کې د دیني عمانو، چړیانو او طالبانو پر مذهبي غونډه انتحاري حمله وشوه.

د نومبر په ۲۰مه په کابل کې د اسلام د پيغمبر (ص) د زېږېدو د کلیزي په مناسبت پر مذهبي غونډه په حمله کې ۵۵ تنه ووژل او ۹۴ تنه زخمیان شول.

په کابل کې د دواړو وروستیو حملو مسؤلیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د کابل د دیني عالمانو د شورا پر مشر د حملې د عامل یا عاملانو په اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG