افغانستان
د کابل د علماوو شورا رئیس نن په کابل کې ووژل شو

د کابل د علماوو شورا رئیس مولوي بصیر حقاني نن د کابل ښار د چهل ستون په سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د بصیر حقاني ورور نورالحق ازادي راډیو ته د نوموړي وژنه تائید کړه.
ده وویل:
"د کور خوا کې کله چې هغه له موټره ښکته شو، ويې واژه، د چهل ستون د دهن باغ په سیمه کې."
د افغانستان د علماوو شورا او افغان امنیتي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
داعش په بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د بريد مسوولیت ومانه

په بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د بريد مسوولیت داعش وسله والې ډلې ومانه.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، داعش نن جمعه په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا چادونه دوی کړې ده.
د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدی د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو، په دې چادونه کې د بغلان ولایت پخوانی امنيه قومندان صفي الله صمیم وژل شوی دی.
د راپورنو پر بنسټ، په ياده چادونه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان وو.
د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د جون میاشتي د شپږمې چاودنې مسوولیت هم منلی و.
په هغې چادونه کې د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي نثار احمد احمدي وژل شوی و.
کورنی کرکټ؛ د درې ورځنیو سیالیو په ترڅ کې دوه نورې سیالۍ پیل شوې

د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې د میرویس نیکه په نوم د پیل شویو درې ورځنیو سیالیو په دوام نن شنبه د سپین غر ـ بند امیر او بوست ـ امو لوبډلو ترمنځ لوبې پیل شوي دي.
دغه سیالۍ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان او شهید نجیب ترهکي په لوبغالو کې جریان لري.
بوست لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ ترسره کړې ده او ټولټال یې ۱۵۹ منډې کړې دي.
اوسمهال امو لوبډله توپوهنه کوي.
د سپین غر پر وړاندې بیا د بند امیر لوبډلې ښه توپوهنه پیل کړې ده چې، تر دې دمه یې تر ۳۰۰ زیاتې منډې کړې دي.
دغه سیالۍ به دوه نورې ورځې هم دوام لري.
فوټبال؛ افغان ملي لوبډله سبا له قرغزستان سره سیالي کوي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د کافا اتلولیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له کوربه قرغزستان سره کوي.
دغه سیالي به سبا شنبه د جون ۱۰مه د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، د فوټبال ملي لوبډله د تمریناتو لپاره له سعودي عربستان قرغزستان هېواد ته تللې ده.
خبر زیاتوي، تېره ورځ یې د قرغزستان په پلازمېنه بشکک کې لومړني تمرینات ترسره کړل.
یاد فدراسیون وايي، په دې تمریناتي کمپونو کې د نوي ټاکل شوي مشر روزونکي عبدالله المطیري له لوري لوبغاړو ته د توپ ځغلولو، لوبیزو تاکتیکونو او ماډرن فوټبال په تړاو روزنه ورکول کېږي.
وېسټ د عربي اماراتو له رییس سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، په دوبۍ کې یې د متحده عرب اماراتو د دولت د رئیس له سلاکار انور قرقاش سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو خبرې وکړې.
وېسټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي: "د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په خپلو تعاملاتو کې د لومړیتوب ورکولو لپاره د متحده عرب اماراتو د اصولي مشرتابه ستاینه کوم."
هغه هیله ښودلې چې د افغانانو ملاتړ لپاره د متحده عرب اماراتو او متحده ایالتونو همکاري دوام وکړي.
ټوماس وېسټ چې له تېرې سې شنبې تر نن پورې د بریتانیا او اماراتو په سفر وتلی، ویلي چې د افغانستان پر مسایلو به له چارواکو سره خبرې وکړي.
تاجکستان د پخوانيو پوځيانو په ګډون لسګونه افغانان نيولي

په تاجکستان کې یو شمېر دولتي سرچینې وايي، د افغانستان د پخوانیو پوځیانو په ګډون په لسګونه افغانان د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د راپور له مخې دغه افغانان د افغانستان پولې ته څېرمه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د تصفیې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د تاجکستان چارواکو په رسمي ډول تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته ځینو سرچینو پرون پنجشنبه دغه راپور تایید کړی او ویلي یې له ځینو توقیف شویو سره وسلې هم نیول شوي او دوی پلازمېنې دوشنبې ته لېږدول شوي دي.
دا له معلومه نه ده چې دقیقاً څو کسان نیول شوي دي.
امریکا د افغانانو د لنډمهالې استوګنې د تمدید لپاره نوې پروسه اعلان کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت یوه نوې پروسه اعلان کړه، چې له مخې یې افغان وګړي کولی شي، خپله مشروطه ازادي، یا لنډمهالې استوګنه تمدید او هلته خپل ژوند او کاروبار ته دوام ورکړي.
دغه وزارت پرون پنج شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، نوې پروسه ساده شوې او لګښت به نه ورباندې راځي او پر شرایطو برابر کسانو ته د دوو کلونو لپاره د مشروطې ازادۍ یا استوګنې د تمدید امکان برابروي.
د کورني امنیت وزارت وايي، افغان وګړي که پر شرایطو برابر وي، هڅول شوي چې په امریکا کې د دایمي استوګنې موقف خپل کړي.
تر دې مخکې هغو افغانانو چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته امریکا ته تللي وو، اندېښنه درلوده چې لنډمهاله ویزې یې چې دوه کاله وخت لري په ختمېدو دي او دوی خپل برخلیک ته تشویش لري.
د افغان سېکانو او هندوانو یوه پلاوي له 'جی شنکر' سره خپلې ستونزې شریکې کړي

په هند کې د افغان سېکانو او هندوانو یوه پلاوي د هند له بهرنیو چارو وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې.
په دې غونډه کې چې پرون په نوي ډیلي کې وشوه، افغان هندوانو او سېکانو د خپلو ویزو مشکل ایس جی شنکر ته بیان کړ او هغه ته یې وویل چې دوی په افغانستان کې خپلو مذهبي تاریخي ځایونو ته اندېښمن دي.
جي شنکر تر غونډې وروسته وویل چې ځینو افغان سېکانو او هندوانو ورته وویل چې دوی غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي، نو د بهرنیو چارو وزارت به پر داسې یوه میکانیزم کار وکړي چې دغو افغانانو ته د تګ او راتګ په ویزو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
په افغانستان کې اوس شاوخوا شل تنه سېکان او هندوان پاتې دي.
هيدر بار: ملګري ملتونه په افغانستان کې له سترو ستونزو سره مخامخ دي

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدر بار وايي، ملګري ملتونه په افغانستان کې له سترو ستونزو سره مخامخ دي.
اغلې بار، دا خبره په یوه ټویټ کې، چې پرون یې خپور کړ، کړې ده.
دې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو ادارو د ښځو پر کار د بندیز په شمول د طالبانو د غوښتنو په وړاندې نااصولي امتیازونو ته د غاړې اېښودو په خاطر اوس خپل پروګرامونه د هغوی له لا ډېرو حملو سره مخامخ کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې ملګروملتو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو د غلي کولو لپاره د نااصولي اقداماتو منل، دې نړیوال سازمان ته ګټه نهشي رسولی.
دې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونېسف پرون وویل چې ممکن د طالبانو حکومت ناحکومتي موسسې په کلیوالي ښوونځیو کې افغان ماشومانو ته له زدهکړو منع کړي.
د بارتري سوداګرۍ پیلولو لپاره د پاکستان د نوښت هرکلی وشو

د افغانستان- پاکستان د صنعت او سوداګرۍ د ګډې خونې رییس زبیر متولي له افغانستان، روسیې او ایران سره د بارتري سوداګرۍ د پیلولو لپاره د پاکستان د حکومت د نوښت هرکلی وکړ.
پاکستاني رسنیو پرون پنجشنبې د متولي په قول وویل چې دوی له ۲۰۲۱ کال څخه هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا له لارې خنډونه لېرې شي.
ده د څلور هېوادونو ترمنځ د بارتري یا جنس په جنس سوداګرۍ د میکانېزم پر سر موافقه د سوداګرۍ د غوړېدو لور ته یو مهم ګام وباله.
پاکستاني رسنیو دا موافقه د پاکستان لپاره چې له ژور افتصادي بحران او د اسعارو له کموالي سره مخامخ دی، ګټوره بللې ده.
د موافقې پر اساس، پاکستان به افغانستان، روسیې او ایران ته ۲۶ قلمه سوداګري مال ورکوي او په مقابل کې به یې له دغو هېوادونو د ګاز، پیترولو او سکرو په شمول بېلابل شیان، چې پاکستان ورته اړتیا لري، واردوي.
طالبانو د کوکنارو د کښت مخنیوي په خاطر له کروندګرو سره د مرستې غوښتنه وکړه

د طالبانو حکومت د کوکنار د کښت د مخنیوي په خاطر له زیانمن شویو افغان کروندګرو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پرون پنجشنبې د ترکیې انادولو خبري اژانس ته وویل، د دوی حکومت د اقتصادي ستونزو له کبله په هغو سیمو کې چې د کوکنارو مخه نیول شوې، لویې پروژې اجرا کولی نهشي، نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره د متبادلو کارونو په برخه کې مرسته وکړي.
د یوې بریتانیايي موسسې د سروې پر اساس، سږ کال په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لږ کوکنار کرل شوي دي.
السیس موسسې ویلي چې د سپوږمکۍ په وسیله اخیستو تصویرونو ورته څرګنده کړې، تر هغه څه چې اټکل یې کاوه د کوکنارو د کښت مخه زیاته نیول شوې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، د کوکنار او تریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت په برخه کې د طالبانو د تګلارو په اړه راپورونه د اعتبار وړ او مهم دي.
هغه پر خپل تویټر لیکلي: "هغه راپورونه چې وايي طالبانو داسې تګلارې پلي کړي چې سږ کال یې د کوکنار او تاریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت راوړی، د اعتبار وړ او مهم دي. هر هېواد په سیمه او نړۍ کې، له مخدرو موادو پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري."
د وېسټ يادو څرګندونو غبرګونونه هم درلودل.