د خوست چارواکو او دیني عالمانو د سولې لپاره د افغان دولت له وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان د اساسي قانون مطابق دې ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت ترسره شي.
دوی وویل، د سولې لپاره روان بهیر دې ځکه ګړندۍ شي چې افغانان له جګړو ستړي دي، خو پهدې هڅو کې باید د افغانانو هغه لاسته راوړنې زیانمنې نهشي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې يې د نظام، بشري حقونو او ولسواکۍ په برخو کې لاسته راوړي دي.
چارواکو او دیني عالمانو یادې څرګندونې پرون د شنبې په ورځ د اسلام د پیغمبر حضرت محمد «ص» د مبارک میلاد د لمانځنې په غونډه کې وکړې.
خوست والي پوهندوې حکم خان حبیبي وویل، د دې ولایت خلک د هر هغه فورمول چې ولسمشر يې د سولې لپاره لازم وګڼي ملاتړ کوي.
ده وویل، د سولې روانې هڅې باید پر خپل وخت ولسمشریزې ټاکنې زیانمنې نه کړي، ځکه د جګړې ښکېلې خواوې که سولې ته صادق وي، نو دا پنځه میاشتې د دې بهیر د پلي کېدو لپاره کافي وخت دی.
ښاغلي حبیبي زیاته کړه:
"زه د مرکزي حکومت رهبرۍ ته د خپل درانه ولس او د علماء کرامو په استازیتوب ډاډ ورکوم چې جناب رئیس صیب دولت په هر ممکن فورمول چې تاسو يې لازم ګڼئ او سوله راتللی شي او د دې ولس عزت پهکې تأمیندلی شي، موږ د خوست ولسونه درسره یو، غږ هم کوو د طالبانو پر مشرتابه او هم پر دولت چې د سولې څرک لګېدلی، د سولې پر وړاندې چې لوی او واړه موانع وي هغه لېرې کړي، خو انتخابات دې پر خپل وخت وشي، زعامت د افغانستان دې تعین شي او خدای مکړه دا مسئله موږ څخه د یو تعداد خلکو او اشخاصو په مسایلو باندې بیا سبوتاژ نهشي."
خوست والي وویل، ولسونه او قومونه دې د هغه شمېر هېوادونو او ورانکارو کړیو د کړنو مخه ونیسي چې پهدې هېواد کې د ولسونو ملي یووالی زیانمنوي او افغانانو په منځ کې مذهبي، ګوندي، سمتي او ژبنیو اختلافونو ته لمن ووهي.
په دیني چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر مولوي سردار ځدراڼ د سولې د وروستیو هڅو د لا ګړندیتوب غوښتنه وکړه چې ولسونه دې له نظامه خپل ملاتړ پراخ کړي.
نوموړی وايي:
"په روسیه کې د سولې مذاکرات روان دي، افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د خلیلزاد سفرونه دي، دا د سولې مذاکرات باید نور هم ګړندي شي، ځکه د افغانستان ولس د جنګ نه ستړی دی، نور سوله او پهدې هېواد کې امن غواړي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې باید ټاکنې په خپل وخت ترسره شي، داسې سوله باید نهوي چې ۱۷ کلنې لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي، تر څنګ يې موږ پر خپلو ولسونو غږ کوو چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي او د خپل نظام سره اوږه په اوږه ودریږي."
په خوست کې د اسلام د پیغمر حضرت محمد «ص» د مبارک میلاد د لمانځنې په مراسمو کې له کابله د دیني عالمانو او مشایخو یوې ډلې هم برخه اخېستې وه.
د افغانستان نامتو دیني عالم مفتي سمیع الله ریحان په خپلو خبرو کې خلک سولې ته راوبلل او له دوی يې وغوښتل چې د دې بهیر د بریالیتوب لپاره د نظام ملاتړ وکړي.
ده له خلکو دا هم وغوښتل چې د افغان امنیتي ځواکونو او ولایتي ادارې تر څنګ ودریږي او د امنیتي ځواکونو منسوبین دې، د خپل وجود حصه وګڼي.
د مفتي ریحان په وینا په ولسونو ستونزې راځي، خو باید ټول يې په ملي یووالي مقابله وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې په تړاو د مسکو ناسته هم د روانې زیږدیزې میاشتې په نهمه ترسره شوه چې په دغه ناسته کې د یو شمېر هېوادونو د استازو ترڅنګ، د سولې عالي شورا او د طالبانو استازو هم ګډون کړی وو.
پهدې وروستيو کې د افغانستان د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ مشورتي غونډې پيل شوې او په تېرو څو ورځو کې په دې تړاو له پخوانيو جهادي مشرانو، د سياسي ګوندونو او بهیرونو له استازو او نورو فعالانو سره کتلي دي.
راپور: نجیب الله الوخېل