د یمن د جګړې د ښکېلو ډلو د حاضرولو مهلت د روان کال تر پایه وغځېد

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د سولې خبرو ته د یمن د جګړې د ښکېلو ډلو د حاضرولو مهلت د روانې میاشتې د پای پر ځای د روان کال تر پایه پورې وغځاوه.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس «Martin Griffiths» وايي، د ده هدف له دې وروسته دا دی چې د یمن په جګړه کې ښکېلې ډلې د روانې میاشتې د پای پرځای د روان کال تر پایه د سولې د خبرو لپاره سره راټولې کړي.

ګریفیتس چې ټاکل شوې د روانې نوومبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د خپلو هلو ځلو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکړي د سولې د هغه بهیر د ژغورنې هڅه کوي چې په سېپټمبر میاشت کې بې نتیجې پاتې شو.

ښاغلي ګریفیتس تېره اوونۍ په یو بیان کې ویلي و، هیله من دی چې د یمن د جګړې ښکېل اړخونه به د یوې میاشتې په ترڅ کې خبرو ته چمتو کړي، خو د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق «Farhan Haq» پرون د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وویل ښاغلي ګریفیتس دې هدف ته د رسېدو مهلت د کال ترپایه پورې غځولی دی.

فرحان حق

په تېره سېپټمبر میاشت کې په ژینو کې د یمن د سولې د خبرو هڅه وروسته له هغه ناکامه شوه چې د ایران پلوو حوثي یاغیانو پلاوی له درېیو ورځو انتظار وروسته غونډې ته راو نه‌رسېد.

د حوثي یاغیانو یوه غوښتنه دا وه چې ویل یې له ملګرو ملتونو څخه ضمانت غواړي چې د دوی الوتکه به په جیبوتي کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف ته د تلاشۍ لپاره نه درېږي او دوهمه دا چې همدا الوتکه به د دې ډلې ټپیان د علاج لپاره له عمان څخه اروپا ته لېږدوي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق زیاته کړه چې د یمن په جګړه کې د ښکېلو ډلو سره یوځای کول تل ستونزمن کار دی، خو هغه څه چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یې کوي دا دی چې همدا ستونزې له مخې لېرې کړي، څو ژر تر ژره د خبرو د یوه نوي پړاو پیل ته لاره اواره شي.

په دې اړه نور: د یمن د حوثیانو مشر: هېڅکله به د سعودي په مشرۍ ائتلاف ته تسلیم نه‌شم

په یمن کې هغه جګړه روانه ده چې د څارونکو په نظر د سعودي عربستان او ایران ترمنځ نیابتي جګړه ده.

د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د هغه حکومت په ملاتړ د یمن په جګړه کې ښکېل شو چې د ایران پلوو حوثي یاغیانو پرضد یې جګړه کوله.

ایران حوثي یاغیانو ته د وسلو او تجهیزاتو د ورکولو تورونه ردوي.

متحد ایالاتو او بریتانیا پر سعودي عربستان فشارونه زیات کړي او تېره اوونۍ یې په ټینګار سره د یمن د نېژدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه تکرار کړه او دا په داسې حال کې ده چې همدې جګړې بې وزلی یمن د قحطۍ سرحد ته رسولی دی.