د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

په یمن کې د حدیده بندري ښار د نیولو لپاره جګړه شدیده شوې


په یمن کې د حدیده بندري ښار د نیولو لپاره جنګ شدت نیولی او د عربستان په مشرۍ د ائتلاف پوځیان د ښار دروازو ته نږدې شوي دي.

د یمن د حکومت عسکر چې د عربستان په مشرۍ د ائتلاف له ملاتړ برخه‌مند دي د حوثیانو پر ضد جګړه کې د حدیدې بندري ښار ته نږدې شوي.

حوثیان د تهران ملاتړ له ځانه سره لري.

د حدیده بندري ښار اوسېدونکو او سیمه‎ییزو پوځیانو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ریاض په مشرۍ د ائتلاف پوځ د حدیده د نیولو لپاره زرګونه سرتېري مؤظف کړي.

د یکشنبې په ورځ د حدیده د هوايي ډګر شااوخوا، د ښار ختیځې دروازې او پوهنتون ته نږدې چې د بندر سوېل ته پروت دی جنګ روان و.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف یوه ملاتړي یمني جنرال محمد بن صالح اسوشیټېد پرس خبري اژانس ته ویلي چې حدیده ښار محاصره شوی دی.

نوموړی وايي:

"ښار تر بشپړې محاصرې لاندې دی. عملیات به د ښار تر ازادولو دوام ولري. ښار له ټولو خواوو کلابند دی. حوثیان د ښار په منځ کې ایسار شوي دي. موږ به پو څو راتلونکو ساعتونو کې په ښار برید وکړو."

د ائتلاف ځواکونو په خپله تېر وار حمله کې دا ښار ونه‌شو نیولی.

د عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف چې د لوېدیځ په وسلې او استخباراتو ولاړ دی هڅه کوي چې د حدیده بندري ښار په ډېرو کمو تلفاتو ونیسي، خو حوثیانو د ښار شااوخوا ته سنګرونه نیولي دي.

د یمن په جنګ کې چې تر اوسه په‎کې څه باندې ۱۰ زره کسان وژل شوي انتقادونه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

انجلینا جولی
انجلینا جولی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو خاصې استازې انجلینا جولي پرون یکشنبه ویلي نړیواله ټولنه د یمن د جګړې په اړه "په شرمناکه توګه ورو او سست عمل کوي."

جولي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې دې جګړې ته دې سوله‌ییزه حل‌لاره ولټوي.

د ملګرو ملتونو دې استازې او د هالیووډ فلمي ستورې ویلي چې په یمن کې وضعیت تر دې اندازې خرابه شوی چې دا هېواد د لوږې تر پولو رسېدلی او له داسې لویې کولرا ناروغې سره مخ دی چې تر اوسه‌یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

ملګرو ملتونو ګواښ کړی چې په نږدې راتلونکي کې به د یمن شااوخوا اووه میلیونه وګړي چې نیمايي نفوس‌یې تشکیلوي له لوږې سره مخ شي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG