د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

سعودي عربستان او متحدانو یې ویلي چې په یمن کې د جګړو بندولو ته ژمن دي


سعودي عربستان او متحدانو یې یوه ورځ وروسته له دې چې په یمن کې د بشري مرستو د رسولو په مهم بندري ښار حدیده کې یې نوي پوځي عملیات پیل کړل، ویلي دي چې د یمن د کړکېچ پای ته رسولو ته ژمن دي.

سعودي عربستان او متحدان یې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د یمن په جګړه کې د دې لپاره ښکېل شول چې د دې هېواد په شمال کې د شیعه حوثي یاغیانو پرضد په مبارزه کې د ولسمشر عبدالربو منصور هادي دریځ پیاوړی کړي.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د پنجشنبې په ورځ له حوثي یاغیانو څخه د سرې بحیرې پر غاړه د پراته ښار حدیدې د نیولو لپاره چې ستراتیژیک اهمیت لري، پوځي عملیات پیل کړل.

د دې ائتلاف یوې سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې په حدیده کې روانه جګړه پوځي عملیات نه، بلکې هدف دا دی چې د دې ښار د تجارتي بندر فعالیت یقیني شي.

سرچینه زیاتوي چې ائتلاف په یمن کې د کړکېچ د کمولو په مقصد د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کلک ملاتړ کوي.

د یکشنبې په ورځ د دې ائتلاف الوتکو د حکومت پلوو ځواکونو په ملاتړ لسګونه ځلې بمبارۍ وکړې، ځکه د جګړې لومړۍ کرښه د حدیدې ښار څنډو ته ډېره نېږدې شوې او د مخالف لوري ځواکونه د دې ښار د مرکزي پوهنتون خوا ته د پرمختګ په حال کې دي.

د روغتونونو مسؤل چارواکي وايي چې په دې جګړو کې لسګونه سرتېري او مخالف وسله وال وژل شوي دي.

په سپټمبر میاشت کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په نوښت د سولې د خبرو په درشل کې خپل پوځي عملیات بند کړي وو، خو د سولې هڅې وروسته له هغه ناکامې شوې چې وسله والو یاغیانو وویل، ژنیو ته به تر هغه وخته ولاړ نشي چې ملګري ملتونه صنعا ته د دوی د ستنولو او له سیمې څخه د دې ډلې د ټپي جنګیالیو د را ایستلو ضمانت ونه کړي.

د سعودي په مشرۍ د ائتلاف چارواکو ویلي چې که حوثي یاغیان یوځل بیا د سولې په خبرو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، نو هغه مهال به یې پرضد پوځي عملیات وکړي.

چارواکي زیاتوي چې په یمن کې بشري حالت د زغملو وړ نه دی او ائتلاف ژمن دی چې دا کړکېچ ژرترژره پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG