د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۶

د یمن د حوثیانو مشر: هېڅکله به د سعودي په مشرۍ ائتلاف ته تسلیم نه‌شم

د یمن د حوثیانو مشر وايي دی به هېڅکله د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ته تسلیم نه‌شي.

په داسې حال کې چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د یمن د حدیده ښار مرکز نیولو ته نېژدې شوي دي، د یمن د حوثي یاغیانو مشر عبدالمالک حوثي ویلي دي چې په هېڅ حال کې به د سعودي په مشرۍ ائتلاف ته تسلیم نه‌شي.

عبدالمالک حوثي د چهارشنبه په ورځ له یوه نامعلوم موقیعته ټلوېزیوني وینا وکړه او له خبرو يې ښکارېده چې ائتلافي ځواکونه د حدیده مرکز ته نېږدې شوي دي.

نوموړي وویل، که دښمن فکر کوي چې د دې او یا هغې سیمې په نیولو سره به موږ تسليمېدو ته اړ کړي، نو داسې به هېڅکله ونه‌شي.

د سره سمندر پر غاړه پروت د حدیده ښار په جګړه کې چې له یوې اوونۍ راهیسې روانه ده تر اوسه پورې د دواړو خواو نه دوه سوه کسان وژل شوي دي.

د سعودي په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د جټ الوتکو او اپاچي هلیکوپټرونو له لارې په حدیده ښار پر کلابندو حوثي وسله والو بریدونه کوي.

په همدې حال کې سره صلیب او نور نړیوالو مرستندویه ادارو د یمن د جګړو پر دواړو خواو غږی کړی دی چې د حدیده ښار ملکیانو ته چې شمېر يې ۶ سوه زرو ته رسېږي له سیمې نه د وتلو لار ورکړي او پر ملکي وګړو او تأسیساتو له بریدونو ډډه وکړي.

د یمن جګړه ځپلو خلکو ته د نړیوالو مرستندویه ادارو اتیا په سلو کې مرستې د حدیده ښار له لارې رسېږي.

متحده ایالاتو چې د یمن په جګړه کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف ته لوژستیکي اسانتیاوې برابروي، ټینګار کړی دی چې دا جنګ پوځي حل نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د ائتلافي ځواکونو له‌خوا د بشري مرستو د کارواونو او تأسیساتو په نښه کول د نه منلو وړ عمل بللی دی.

حوثي یاغیانو چې ایران پورې تړلي بلل کېږي، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د پایتخت صنعا په ګډون د یمن زیاته برخه ونیوله.

سعودي عربستان د یمن له حکومت سره لاس یو کړ او د حوثیانو پرضد يې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې يې حوثیان یوازې تر صنعا او حدیده پورې محدود پاتې شول.

د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل له مخې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د یمن په جګړه کې تر اوسه پورې نېږدې لس زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG