د بهرنیو چارو وزارت: د سولې په اړه د مسکو د غونډې پر څرنګوالي هوکړه نه‎ده شوې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له روسیې سره په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې پر دقیق وخت او څرنګوالي مو افقه نه‎ده شوې.

په دې اړه نور:

احمدي: د مسکو د غونډې په وخت او څرنګوالي هوکړه نه‎ده شوې

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت الله احمدي پرون، شنبه د نوومبر۳مه، ازادي راډیو ته وویل:

"د سولې د عالي شورا د غړو ګډون د بحث وړ خبره ده، موږ د مذاکرې په حال کې یو، تر اوسه د حکومت د استازي په حضور کې د دې غونډې د څرنګوالي په اړه موافقې ته نه یو رسېدلي."

صبغت الله احمدي

اسوشیټېډ پرېس او رویټرز خبري اژانسونو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د استازو په حواله ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو په‌دې غونډه کې له ګډون سره موافقه کړې ده.

د دې اژانسونو په حواله، ټاکل شوې چې مسکو د نوومبر په نهمه «د راتلونکې جمعې په ورځ» د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا متحد ایالات، پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ اسیا جمهوریتونه په‌دې غونډه کې ګډون ته ور بلل شوي دي.

په دې اړه نور:

د سولې شورا: د مسکو ناسته ممکن د مشخصې اجنډا د نه‌تنظیمېدو له امله ځنډېدلې وي

خو په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې کومو هېوادونو په‌دې غونډه کې له ګډون سره موافقه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، روسي ډیپلوماټانو په وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې یو شمېر سیاستوالو ته لکه مخکني ولسمشر حامد کرزي ته بلن‌لیکونه ور استولي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د امریکا حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون رد کړی دی.

په کابل کې د سیاسي چارو کتونکی جاوېد کوهستانی وايي چې سولې ته د رسېدو یو اساسي شرط د سیمه‌ییزې او نړیوالې "اجماع" رامنځته کېدل دي.

جاوېد کوهستاني زیاته کړه:

"د واشنګټن نه ګډون او په هغه پسې د افغانستان د حکومت اعلامیه «چې په مسکو کې غونډې ته نه ورځي» څرګندوي چې د سیمې یا نړۍ په کچه اجماع نشته."

د افغانستان حکومت په اګسټ میاشت کې وویل چې د مسکو په غونډه کې ګډون نه‌کوي او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید له د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

خو طالبان مکرراً له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي او د افغانستان حکومت ته یې پام نه دی کړی.

د رپوټونو پر اساس، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیل زاد چې په اکټوبر کې سیمې ته تللی و، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره کتلي دي.

واشنګټن په افغانستان کې د سولې پر داسې پروسه چې د افغانانو په رهبري او د افغانانو ترمنځ وي، ټینګار کوي.