جان بس: که طالبان رښتیا هم سوله غواړي نو د تخار وروستۍ پېښه دې وغندي

جان بس

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس ویلي چې که وسله وال طالباند سولې جدي نیت لري، باید په تخار کې پر انتخاباتي غونډه حمله وغندي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

د تخار په رستاق ولسوالۍ کې پرون شنبه د اکټوبر په ۱۳ مه ولسي جرګې ته د کاندیدې نظیفې یوسفي بيک پر انتخاباتي جلسه حمله وشوه .

د نړیوالو خبري اژانسونو په حواله، په رستاق کې په پرونۍ چاودنه کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۳۶تنه زخمیان شوي دي.

په چاودنه کې نظیفه یوسفي بيک نه ده ټپي شوې.

یوه سیمه ییز چارواکي ویلي چې پرون د نظیفې یوسفي بيک انتخاباتي جلسې ته نېږدې یو موټرسایکل چې چاودېدونکي مواد ورسره تړلي وو، وچاودېد.

دې چارواکي ویلي چې چاودنه مخکې تر دې چې کاندیده نظیفه یوسفي بيک غونډې ته ورشي، وشوه.

د حملې مسؤلیت لا چا نه دی اخیستی.

خو وسله والو طالبانو مخکې خبرداری ورکړی و چې انتخاباتو ته به خنډ پېښوي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د وسله والو طالبانو له لوري دې بیان ته اشاره کړې او پر ټوېټر یې لیکلي، طالبانو ویلي وو چې پر ملکي خلکو به حملې نه کوي.

جان بس لیکلي چې د افغانستان انتخابات او کمپاینونه ملکي خلک کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم په تخار کې تر حملې وروسته بیا په افغانستان کې د انتخاباتو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړې وسیمې بادغیسي پرون له امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د را روانو ټاکنو امنیت ټینګ کړي.

وسیمه بادغیسي

​وسیمې بادغیسي پرون ازادي راډیو ته وویل:

"له امنیتي ځواکونو زموږ غوښتنه دا ده چې د کاندیدانو امنیت ته زیات پام وکړي، دا زموږ هيله ده چې په راتلونکې کې به داسې پېښې نه کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر په ۹ مه په هلمند کې د ولسي جرګې د کاندید صالح محمد اڅکزي د کمپاین پر غونډه په حمله کې هغه له خپلو نورو ۷ ملګرو سره ووژل شو او ۱۱ تنه زخمیان شول.

تر هلمند یوه اوونۍ مخکې په ننګرهار کې د ولسي جرګې د کاندید ناصر مومندد کمپاین پر غونډه انتحاري حمله وشوه چې ۱۴ تنه په کې ووژل شول او تر ۴۰ زیات زخمیان شول.

په ننګرهار کې د حملې مسؤلیت د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش اخیستی و.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، تر اوسه د ولسي جرګې ۹ کاندیدان وژل شوي دي.

د افغانستان ولسي جرګې ته ټول ۲۵۶۱ کسان کاندید دي چې ۴۱۷ تنه یې ښځې دي.